نن پرته له افغانستانه په ټولې نړۍ کې د زده کړو ورځ ده. په دې ورځ نړۍوال د زده کړو پر اهمیت او د نړۍ په پرمختګ کې د زده کړو د غوښنې ونډې په باب کنفرانسونه، غونډې، ویناوې او لکچرونه وړاندې کوي؛ خو افغانستان بیا د نړۍ له دغو هېوادونو څخه نه دی.

دا د ډېرې خواشینۍ ځای دی، چې په یویشتمې پېړۍ کې د زده کړو پر اهمیت غږېږو، دا موضوع باید له موږ سره مخکې له مخکې لکه د نورې پرمختللې دنیا حل وی او حتا د پوښتنې مساله پکې نه وی.

دا د یویشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جبر او بې توله ظلم دی، چې د نړۍ په څه باندې اته میلیارده انسانانو کې یوازې د افغانستان شا او خوا ۲۴ میلیونه مېرمنې او نجونې د زده کړو حق نه لري.

د یونیسیف د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي او نېږدې د یو میلیون نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي.

د کابل پوهنتون محصلانې

د افغانستان مېرمنو جمعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د بې سوادۍ، پر نورو د تکیې او ټولنیز ژوند څخه د محوه کېدو پر خوا روانې دي او دا شاتګ کوم غیرشعوري عمل نه دی؛ بلکې د یوه شعوري محدودیت او افراطي تفکر پر اساس پرې بندیزونه لګېدلې دي.
ګڼو به فکر کاوه، چې طالبانو پر افغان مېرمنو یوازې د دې لپاره بندیز لګولی، چې ګواکې د خپلې رسمیت پېژندنې د یوې غېر تعریف شوې الې په توګه ترې کار واخلي؛ خو په حقیقت کې داسې نه ده.

طالب مشران او په ځانګړې توګه هغه چارسمبالي چې دا مهال یې د حکومتي دستګاه واګي په لاس کې دي، په حقیقت او فکري لحاظ د نجونو د زده کړو، د مېرمنو د کار او ټولنیز ژوند کې د ونډې خلاف دي.

په افغانستان کې د شل کلنې طالبي جګړې د روایتونو یو غښتلی اړخ د نجونو زده کړې او د مېرمنو کار و؛ دوی خپلو جنګیالیو ته په بار – بار دا ویل، چې په افغانستان کې فحشا او بې حجابي روانه ده او دوی باید د اسلامي اصولو سره سم د فحشا پر وړاندې مبارزه وکړي.

په حقیقت کې دوی د جګړې لپاره غښتلي روایتونه جوړول او د همدغو روایاتو په اساس یې هغه افراطي ځوانان چې د پاکستان په مدرسو کې یې زده کړې وې جګړې ته هڅول.

د ۲۰۱۰ کال په جنوري میاشت کې په ننګرهار کې د پخواني حکومت د ملي امنیت له خوا د ځانمرګو یوه ډله ونیول شوه، د دغې ډلې مشري قاري ابو دردا کوله، چې له رسنیو سره یې په خبرو کې ویل، دوی ته ویل شوي، چې په افغانستان کې نجونې لوڅې ګرځي.

دا روایت دوی اوس هم د زده کړو د بندیز لپاره دلیل ګني، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په بار – بار دا ویلي، چې د زده کړو د بندیز تر ټولو ستر علت په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د بې حیایئ او فحشا له امله دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د لوړو زده کړو پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني د همدغه روایت پر وړاندې د مقاومت ښکار او له دندې لرې کړل شو.

دا مساله د پوهنې په وزارت کې هم په ورته سناریو تکرار شوه او د دواړو وزارتونو لپاره هغه افراطي ملایان په دندو وګومارل شول، چې د نجونو د زده کړو په اړه کټ مټ لکه ملا هبت الله فکر کوي.

د طالب مشرانو لپاره په فکري لحاظ له دغې داعیې او روایت څخه په شا کېدل ستونزمن دي او د طالب په وجود کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستلو او ښځو ته د کار د حق بېرته ورکولو تومنه ډېره نادره برېښي.

که له یوې خوا د نجونو پر زده کړو د لګېدلي بندیز له روایت څخه طالبان په کلکه دفاع کوي، له بله اړخه د دغه روایت مخالفینو هم خپل مقاومت روان ساتلی.

د افغانستان روښانګرایان او روښانګرایانې لا هم د نجونو پر مخ د زده کړو او کار د دروازو د بندېدا مخالف دي؛ مګر عامه روایت د طالب په طرف دی.

طالب واکمن دی، د قدرت لښته یې په لاس کې ده او که څوک د زده کړو غږ پورته کوي؛ د دوی له لښتې ښکار ګرځي.

دوی هره ورځ ډار خپروي او د افغانستان خلکو ته دا وايي، چې د طالبانو د مشر له فرمانه سرغړاوی سخته سزا لري او په خپله ملا هبت الله هم په خپلو ویناو کې بار - بار ویلي، چې زما اطاعت وکړئ او له طالبانو یې غوښتي چې څوک سرغړونې ته مه پرېږدئ.

دا د جبري او دیکتاتورانه حاکمیت غوره مثال دی.

حل لار:

د افغانستان وروستي سل کلن تاریخ ته په کتو؛ که څه هم پراخ بنسټه او روښانګرایه نظامونو ډېر دوام نه دی کړی؛ خو افراطیان هم ډېر نه دي پاتې شوي.

هر نظام چې د افراطیت لار خپله کړې، خپل عمر یې لنډ کړی او له یوې ډېرې غښتلې ولسي کرکې سره مخ شوي دي؛ کټ مټ طالب هم له دغې کرکې سره مخ شوی او لا مخ کېدونکی دی.

که څه هم د یوې ورځې بې زده کړو پاتې کېدلو د زیان جبران ډېر ستونزمن او حتا ناشونی دی؛ خو پر وړاندې یې درېدنه او د زده کړو د دوام غږ باید ژوندی وساتل شي.

عام او حاکم روایت باید زموږ لار غلطه نه کړي؛ د خپلو لوڼو او خویندو لپاره د روښانه راتلونکې غوښتنه، د زده کړو حق او په خپله خوښه د ژوند هیله د انسانانو په توګه زموږ حق دی او وي به؛ نو پس دا غږ باید دومره بدرګه شي، چې طالبي افکار تر خپل تاثیر لاندې راولي.

دا غږ باید دومره پیاوړی شي، چې نویو روښانګرایانه انقلابونو ته زمینه برابره کړي او جبري تپل شوي افکار چلنج کړي.

یادونه: پورته لیکنه د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.

نور خبرونه

رادیو