حجره یو داسې سیاسي، فرهنګي او ټولنیز ځای دی، چې د ټولنیزو بحثونو سربېره پکې جرګې - مرکې کیږي، د ټنګ ټکور تر څنګ پکې خیراتونه کیږي او د مېلمه پانې تر څنګ په شعوري او ناشعوري ډول پکې ماشوم پالل کیږي.

دا حجره ده، چې کله په کې شخړې خلاصوو او کله په کې خنداوې کوو او کله یې فضاء د منګي او رباب په زړه وړونکو نغمو راښکلې کوو او کله په کې د زړونو غوټې سپړو او مجلسونه پکې کوو.

شالید:

حجره چې د میلمستون، میلمه ځای، میلمه کور، دېره، بېټک او په یو شمېر نورو نومونو یادیږي، هغه ځای ته وايي، چې د مېلمنو لپاره ځانګړی شوی وي؛ خو په افغاني او پښتني ټولنه کې حجره بیا ډېره مشهوره کلیمه ده، چې په عربي کې یې معنا کوټه ده، په جوماتونو کې به د ملایانو او چڼو لپاره د اوسېدو خونو ته حجره ویل کېده.

له ډېره پخوا راهیسې اریایانو په خپلو کورونو کې یو ځانګړی ځای د حجرې په نوم یادوه، چې په دغه ځای کې به میلمانه کېناستل، داسې هم نه وه چې یوازې میلمانه به په کې ناست وو؛ بلکې له دغه ځای څخه یې د سیاسي، فرهنګي او ټولنیز جرګه ځای په توګه کار اخیسته.

حجره په افغانستان کې يو ډېر مهم ملي سياسي، فرهنګي او ټولنيز ځای دی، نه يوازې مېلمانه پکې کېنوي او مجلسونه پکې کوي، بلکې د جرګو او سياسي بحثونو د ځای په توګه هم کارول کېږي، نو په دې اساس حجره ډېر لرغونی تاريخ لري او په ټولو افغانانو کې د کور ترڅنګ د حجرې جوړول دود دي.

اړینه ده چې د صفویانو د دورې یادونه وکړو؛ ځکه د هغه نظام په ړنګولو کې هم حجرې د یوه سیاسي او ټولنیز مرکز حیثیت غوره کړی و.

کله چې دافغانستان جنوب غرب سيمې د صفويانو تر ولکې لاندې وې؛ نو هغه وخت ميرويس نيکه چې د قوم رهبر او ملي مشر و؛ هغه ښکاره فعاليت نه شو کولی او د خپلو ګاونډيانو او نورو پښتنو په حجرو کې يې خلک راټول کړل او هلته يې د ازادۍ په اړه مشورې سره وکړې.

يو ښه مثال يې دا دی، چې د کوکران او منجا جرګې هم د پښتنو په حجرو کې جوړې شوې او د ملي قيام تصميم يې ونيو او بالاخره ګرګين چې د صفويانو حاکم و؛ په کندهار کې یې وواژه او په کندهار کې يې يو ملي حکومت د بنسټ اېښودو تابیا وکړه.

د سوات د سیمې یوه پخوانۍ حجره

ټولنیز ارزښت:

هغه خلک چې ډېره ځمکه ولري هغوی پراخې حجرې جوړوي او کوم چې د ځمکو له کمښت سره مخ وي یوازې یوه کوټه د حجرې په نوم جوړوي.

داسې هم نه ده، چې په حجرو کې یوازې د سياسي مسایلو په باب تصمیم نیول کیږي؛ بلکې په حجرو کې نورې فرهنګي، ټولنیزې او مذهبي پرېکړې هم کیږي.

په حجرو کې د ژوند سره تړلې چارې هم ترسره کېږي؛ لکه که څوک په ننواتې ورځي يا هم د کومې نجلۍ په مرکه باندې جرګه ورځي؛ نو د دوی ځای همدا حجره وي او دلته هغه خپله غوښتنه ښکاره کوي، خو له دې غير نور کورني مسايل هم د سړو تر منځ په حجره کې بحث کېږي.

په پښتني سیمه کې نېکمرغه سړی هغه دی چې پراخه حجره ولري او د حجرې د چلښت لپاره ښه زمینه سازي وکړي.

میلمه پالنه:

د حجرې لرل په خپله د مېلمه پالنې یوه ځانګړې نښه ده. موږ په ولسي کچه د حجرې په نوم ودانۍ لرو؛ په نورو هېوادونو کې به هم وي، مګر زموږ د ټولنې يوه ځانګړتيا دا ده، چې هر افغان که د ډوډۍ وس لري که نه؛ خو حجره د مېلمه لپاره جوړوي.

د مېلمه پالنې دود په افغانستان کې ډېر لرغونی هم دی او ځانکړی هم؛ ځکه دغه دود اوس په پرمختللې نړۍ کې مخ په کمېدو دی او یا بیخي به نشت حساب دی.

په اسلامي ټولنه او په اسلام کې هم د مېلمه زيات درناوی دی، حضرت محمد ص هم د مېلمه لپاره ځانګړی ځای درلود او هغه ویل، چې هغه څوک ښه مسلمان کېدلی نه شي چې دخپل مېلمه ښه پالنه ونه کړي.

حجره او ټنګ ټکور:

کله ناکله حجره د سُر او ساز په رنګینیو کې ډوبیږي، ځوانان راټولیږي او په سندرو کې د خپل زړه غوټې سپړي؛ موږ شاعران لرو، محلي سندرغاړي لرو او بيا په همدې حجرو کې راټولېږو تر نيمو شپو مجلسونه کوو او شپې په سندرو سبا کوو.

په دې ځوانانو کې له ځينو سره د پښتو لنډيو کافي زېرمې وي، ځينې ښه رباب غږوي او ځينې پکې منګی او شپېلۍ په ښه انداز غږوي او له همدغه ځایه ولسي موسیقي او ادب سرچینه اخلي.

سیمه ییز موسیقاران په یوې حجرې کې سندرې وايي

پښتو شفاهي ادب:

د پښتو شفاهي ادب پنځېدا او ساتلو کې حجره ډېر مهم رول لري، که فکر وکړو د شفاهي ادبياتو لوی مرکز حجره ده او له دې امله چې د شفاهي ادبياتو په ليکلې بڼه څه موجود نه وي؛ نو همدا حجرې دي چې شفاهي ادبيات پکې له يو نسل څخه و بل نسل ته انتقالېږي او تر اوسه ژوندي دي.

د ماشوم روزنه:

دا چې د ماشوم په روزنه کې د حجرې رول څه دی؟ دا یو له هغو مهمو بحثونو دی، چې باید پرې وغږېږو. په پرمختللې نړۍ کې ماشومان وړکتون ته لېږل کېږي؛ خو زموږ په ټولنه کې چې ماشوم قدم اخلي نو لومړی حجرې ته ځي او دا ورو- ورو د دې تللو عادت اخلي او د ژوند په دوام له لوېدو سره له خپلو مشرانو ډېر څه زده کوي او کله چې ماشومان په داسې ماحول کې راستر شي، نو د تېرو مشرانو ځای ډکوي، په ټوله کې که ووايو زموږ د ماشومانو لومړنۍ مدرسه د مور غېږ او په دویم قدم کې حجره د زده کړې ځای دی.

اوسنی حالت:

د حجرې په مجلسونو که نوې ټیکنالوژۍ اغېز ښیندلی؛ خو تر ټولو بد اغیز چې د حجرې مجلسونه او ناستې یې راکم رنګه کړي، هغه په افغانستان کې وروستي جنګونه او زورواکي ده، چې هم په حجره کې مجلسونه کم شوي او هم ځوانان له ډاره پکې بانډارونه نه شي کولی.

پر افغانستان حاکم وضعیت د حجرې ځینې ارزښتناکې برخې تتې کړي دي، اوس د پښتنو په حجرو کې منګی او رباب نه غږول کیږي؛ ځکه حاکمې ډلې پرې بندیز لګولی دی.

د ځوانانو ناستې، صحبتونه، ټوکې ټکالې کم رنګه شوي، جرګې مرکې او د ټولنیزو شخړو د هواري مسایل تر ډېره یا جومات او یا هم حاکمې طبقې ته انتقال شوي دي.

نو پس ویلی شو، چې که څه هم وروستیو شعوري او جبري بدلونونو د حجرې ارزښتي اړخ بدل کړی؛ خو په لویه کې حجره د پښتني کولتور سیاسي، فرهنګي او ټولنیز دمه ځای دی، چې باید وپالل شي او د خپل لرغوني فرهنګ ښکارندويي وکړي.

یادونه: هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.

نور خبرونه

رادیو