د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د افغان لوبغاړو ۱۹ کسيز نوملړ اعلان کړ، چې په لومړي ځل به له هند سره درې شل اوره لوبې تر سره کوي.
د لوبډلې مخکنی کفتان راشد خان ارمان د لوبډلې برخه دی، خو د ملا د عملياتو له کبله ممکن ونه لوبيږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوې کمېټه وایي، د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ دا لوبډله به خپل لومړۍ لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ «جنوري ۱۱مه» په هند کې و کړي.
د سياليو دوهمه لوبه به د روانط جنوري میاشتې په ۱۴ او درېمه لوبه پر ۱۷ مه نېته وشي.
افغان کرېکټ بورډ وايي، چې دې سیالو ته يې په لومړي ځل ۱۹ لوبغاړي ټاکلي چې له مخې یې د شل اوره نړیوال جام سياليو ته غوره لوبډله وټاکي.
د هند په وړاندي په افغان کرېکټ لوبډله کې « ابراهيم ځدران لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام عليخيل«ویکټ ساتونکي»، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدران، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان» شامل دي.
د افغان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف له هند سره په لومړۍ ځل د دریو شل اوره لوبو پيل د افغان لوبغاړو لپاره اغېزناک بولي
څو ورځي مخکي افغان کرېکټ لوبډلې له متحده عربي اماراتو د دريو سیالیو شل اورره لوبلړۍ وګټله.