د افغانستان د کرېکټ ملې لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې په دویمه شل اوریزه لوبه کې د ۱۱ منډو په توپیر سره ماتې وخوړه.
د افغانستان لوبډلې په ۱۹ نیمو اورونو کې د لسو وېکټو په غورځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې او د اماراتو له خوا ټاکل شوو۱۶۷ منډو هدف یې پوره نه کړ.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د شارجې د کرېکټ لوبغالي ترسره شي.
تېره ورځ د افغانستان ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.