د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې مرستې ژمنه د اروپايي ټولنې شارزدافیرې د یادې ډلې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې کړې ده.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۸مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اروپايي اتحاديې شارزدافیرې رافیلا لودیک د دغې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو سره د ۱۴۲ میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه.
دغه وزارت لیکلي چې، په دغې لیدنه کې د هغو کډوالو د وضیعت چې پاکستان، ترکیې او ایران څخه په زور او خپله خوښه راستنیږي، بحث وشو.
همدارنګه په دغې لیدنه کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له پاکستان، ایران او ترکیې څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ځورولو او د کډوالو د بشري حقونو د درناوي په برخه کې دې له زغمه کار واخیستل شي.