بي بي هندیې د جمعې په ماښام له ژوند سره خدای پاماني وکړه او د شنبې په ورځ دا خبر ډېر ځایه خپور شو چې د شاه امان الله لورهندیه د څلور نوي کلونو په عمر په روم کې وفات شوه.
که یو څوک څو نوي کلن هم شي او په دومره اوږده عمر کې لوی کارونه هم وکړي، خو که یې مثلا پلار ډېر مشهور سړی وي، د ده یاد دې د معرفي لپاره به معمولا د پلار نوم ورسره یادېږي، او دغه دود یو داسې احساس پیدا کوي لکه پلانۍ یا پلانی خو ځکه مهم دي چې د لا مهم کس له کورنۍ سره تعلق لري.
هندیه په داسې کورنۍ کې دنیا ته راغله چې مشهور کسان پکې زیات وو. که یې پلار د افغانستان ډېر نومیالیپاچا و، مور یې هم د افغانستان د تاریخ ډېره مشهوره مېرمن او ملکه وه.
که یې مورنی نېکه د افغانستان د ژورنالیزم پلار محمود طرزی و، مورنۍ انا یې هم د افغانستان په تاریخ کې د ښځو لپاره د لومړۍ خپروونې «ارشاد النسوان» مسووله او په هېواد کې د ښځو د لومړني مکتب مدیره، اسما طرزي، وه.
دغه راز که یې د پلار له خوا نیکه پاچا و، د پلار له خوا انا یې «سرور سلطان» هم د اکثرو پخوانیو ملکو برعکس، په سیاسي او اجتماعي ژوند کې زیاته فعاله وه.
د کورنۍ د غړیو نوم او مقام د هندیې لپاره چې د پلار له جلاوطنۍ وروسته دنیا ته راغله، یوازې یوه خاطره وه او طبعا ترخه خاطره. دې خاطرو دا په روحي او ذهني جنجالونو هم مبتلا کولای شوه او د ابوالمعاني بېدل غوندې یې دا سبق هم ورکولای شوی چې:
در این ستمکده نومیده خفته ای بېدل
به آرزوی دلت می دهم قسم برخېز
له نېکه مرغه هندیې ماته ونه منله، وارخطا نه شوه، نه تېرو خاطرو د افسوس کولو په لومه کې ایساره کړه او نه د کورنۍ بېوزلي له ژوند کولو بېزاره. په سویس او روم کې یې زدکړې وکړې، پوهنتون یې ولوست، استاده شوه او ورسره یې هغه ځای هېر نه کړ چې مور و پلار یې پکې د ابد په خوب ویده وو. لکه څنګه چې دې په مختلفو مرکو کې ویلي وو، پلار ورته د وطن کیسې زیاتې کولې او د افغانستان او اسلام د تاریخ په اړه یې معلومات ورکول.
له وطن او وطنوالو سره مینه د دې سبب شوه چې هندیې یوازې ځان ته ژوند ونه کړ، بلکې د ژوند په وروستیو څلور لسیزو کې یې خپل زیات وخت د افغانانو خدمت ته بېل کړ.
دې به په اروپا کې مرستې ټولولې او د مهاجرو کمپونو ته به یې رسولې. د بيوزلو مېرمنو او ماشومانو خدمت ته یې ملا وتړله، د جذام د ناروغانو چوپړ ته یې پام شو، په جګړه کې سخت ټپي شوي ماشومان یې د علاج لپاره اروپا ته ورسول او په خپل کور کې یې دېره کړل، هغه لباسونه یې راټول کړل چې اروپایانو نور نه اغوستل، که یې تڼۍ شلېدلې وې، هغه یې ورته په خپل لاس وګنډلې، که یې پینه په کار وه، په خپل لاس یې پینه کړل او که یې وتو پکار و، وتو یې کړل چې د وطن بېوزلان ورته خوشحاله شي.
دې په دومره زیاتو جامو پینې ولګولې چې خپلو اولادونو به په ټوکو د پینه لګولو متخصصه بلله.
د جمهوریت په کلونو کې افغانستان ته د شهزاده ګۍ هندیې تګ راتګ زیات شو. ویل به یې ډېر مې زړه غواړي چې په خپل لاس خلکو ته مرستې ورسوم.
د جمهوریت په وروستیو کلونو کې، چې دارالامان او د پلار ځینې نور یادګارونه یې ورغول شول، په کابل کې خوشحاله وه. ما په وروستي ځل د ۱۳۹۸ کال په اوړي کې په شاه دوشمشېره جومات کې ولیده.
دغه وخت نو دا نوي کلنه وه خو صحت یې ښه و او ذهن یې فعال و. د شاه دوشمشېره د جومات د ترمیم کارونه روان وو. دې ته مې پام شو چې د جومات چت، دېوالونو او کړکیو ته په ځیر،ځیر ګوري. دا جومات د دې د انا، سرور سلطان، یادګار دی. په هغه ورځ یې راته وویل چې انا مې په جلاوطنۍ کې له موږ سره وه. زما یاده ده. تلاوت به یې کاوه، ژړل به یې او خپل جوړ کړي شعرونه به یې په ټیټ اواز په ترنم سره زمزمه کول. هندیې وویل چې د انا دا یو بیت یې لا په حافظه کې پاتې دی: سلطانه ژاړي/ له خدایه غواړي
هر ښار ځینې داسې مکانونه لري چې د هغه ښار سیمبولونه یې بللای شو. شاه دوشمشېره د کابل ډېر مشهورسیمبول دی. سرور سلطان نور تعمیراتي کارونه هم کړي دي. د ښځو د نهضت په پیل کې یې برخه وه.
له بندیانو او بیوزلو سره په مرستو مشهوره وه او سیاسي نقش یې هم زیات و خو زموږ د تاریخ لیکنې یو عیب دا دی چې صرف په ځینو کسانو متمرکز وي او خصوصا د ښځو غوندې ځپل شویو قشرونو ته پکې لازمه توجه نه کېږي.
د سرور سلطان په نقش او کارونو هم شاید ځکه زیات خبر نه یو چې یوه ښځه وه او له هندیې سره په شویو خبرو او مرکو کې مو هم شاید ځکه ډېرې پوښتنې د هغې د پلار په باره کې وې چې د پلار له نوم او کارنامو سره یې زیات بلد وو او دا د اکثرو کسانو تمایل دی چې غواړي پيژندل شوي کسان نور هم وپیژني، حال دا چې هندیې په خپل ژوند کې خپلې کارنامې لرلې. داسې ژوند چې زدکړه ترې کېدای شي او داسې کارنامې چې د انسانانو د ژوند په خدمت کې وې.