په نړۍوالو سیالیو کې افغان روباټ جوړوونکو نجونو دویم مقام خپل کړ

AP ۱۴۰۲ تله ۲۲

د افغانستان روباټ جوړوونکو نجونو د «فرسټ ګلوبل» په نړۍوالو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ او د سپينو زرو مډال یې خپل کړ.

د «فرسټ ګلوبل» نړۍوالې سیالۍ هر کال په بېلابېلو هېوادنو کې ترسره کېږي، چې سږکال دغه سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو ترمنځ په سېنګاپور کې ترسره شوې.

د افغانستان د ډلې غړې ټولې تنکۍ پېغلې وې ان د دغې ډلې لوبډلمشره ۱۴کلنه وه.

د افغانستان روباټ جوړوونکې ډلې د «فرسټ ګلوبل» په سږنیو لوبو کې له اتو سالیو پنځه یې ګټلې او دغې ډلې د زړورتیا جایزه هم ترلاسه کړې ده.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د افغانستان د روباټ جوړوونې ډلې غړې په امریکا، قطر، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو کې مېشتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو