فلسطینۍ حماس څه ډول ډله ده؟

AP ۱۴۰۲ تله ۱۶

د فلسطین حماس ډلې له غزې تراړې پرون تر پنځو زرو توغندي د اسراییل سوېل ته وتوغول. دا وروستیو کلونو کې د فلسطین-اسراییل ترمنځ یو بې مخینې ټکر دی.

په دې نوي ټکر کې تراوسه ۳۱۳ فلسطنیان او ۳۵۰ اسراییل وژل شوي دي.

خو حماس څنګه ډله ده؟

حماس یا د اسلامي مقاومت غورځنګ په نوم ډله د فلسطین د انتفاضې یا پاڅون پر مهال پر ۱۹۸۷ کال جوړه شوه.

د ایران حکومت یې ملاتړ کوي او د اخوان المسلمین په څېر ایډیالوژي لري چې په ۱۹۲۰ کلونو کې په مصر کې پیل شوې ده.

حماس د فلسطین د ولسمشر او محمود عباس په مشرۍ له فتح غورځنګ سره تر لنډې کورنۍ جګړې وروسته له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزه واکمن دی. فتح غورځنګ هم لوېدیځه غاړه کې واکمني لري.

حماس په ۲۰۰۶ کال کې په پارلماني ټاکنو ګټلو پسې پر غزه هم واکمن شو. حماس محمود عباس د حماس پرضد په دسیسه تورن کړ، خو عباس د حماس ولکه کودتا وبلله.

له هغه وروسته د دواړ ترمنځ څه مهال کورنۍ جګړه هم وشوه، چې بیا سره جوړ شول، خو ترې دې پېښې وروته ټاکنې هم نه دي شوې.

له هغه وخت راهیسې حماس له اسراییل سره ګڼې نښتې درلودلې دي؛ په داسې ډول چې حماس له غزې راکټي او توغندیز بریدونه کړي او اسراییل په ځواب کې پر غزه بمبار کړی دی.

حماس د اسراییل هېواد په رسمیت نه پېژني او د فتح یا فلسطین ازادیپال غورځنګ او تل ابیب ترمنځ د ۱۹۹۰ کلونو د اوسلو سولې خبرو هم سخت مخالف دی.

حماس وسلواله څانګه لري چې د عزالدین قسام کنډکونو په نوم یادېږي او وسلوال او ځانمرګي اسراییل ته د بریدونو لپاره لېږي. حماس خپلې دا هڅې د اسراییل د نېواک پرضد مقامات بولي.

د حماس د ۱۹۸۸ کال منشور د اسراییل د له منځه وړلو غوښتنه کوي، خو له دې سره د دې غورځنګ مشرانو کله کله د هودنا په نوم د اوږدمهالي اوربند وړاندیز کړی، خو په دې شرط چې اسراییل به د خپلواک فلسطین د جوړېدو لپاره د ۱۹۶۷ کال جګړه کې له نیولیو فلسطیني سیمو وځي. خو اسراییل دا یو چل بولي.

اسراییل، امریکا، اروپايي ټولنه، کاناډا، مصر او جاپان حماس ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

حماس د ایران، سوریې او د لبنان د حزب الله ډلې په ګډون د هغه ایتلاف برخه دی چې په منځني ختیځ کې د امریکا او اسراییل د پالیسیو سخت مخالفت کوي.

که څه هم د حماس د واک او ځواک مرکز غزه ده، خو فلسطیني سیمو کې ملاتړي لري او مشران یې د قطر په ګډون د منځني ختیځ مختلفو سیمو کې تیت پرک دي.

نور خبرونه

رادیو