د «فرېډم ناو» په نامه د بشري حقونو سازمان د طالبانو له زندانه د ژولیا پارسي او د هغې د زوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۲۳مه لیکلي، یوه اونۍ کېږي چې طالبانو د ښځو د حقونو دغه فعاله په زوره له خپل کوره وړې وه.
په اېکس پاڼه د «فریډم ناو» په لیکنه کې راغلي:« موږ باید هغه او د هغې په څېر نور د مدني حقونو فعالان چې د طالبانو په زندانونو کې دي هېر نه کړو.»
ژولیا پارسي، د تلې په پنځمه خپل زوی سره په کابل کې له خپل کوره ونیول شوه. طالبانو د ژولیا پارسي له نیونې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې یوه بله معترضه مېرمن ندا پرواني هم په کابل کې له خپل کوره نیولې وه. مېرمن پرواني هم د خپل خاوند او ماشوم سره نیول شوې ده.
ژولیا پارسي او ندا پرواني د ښځو د حقونو هغه فعالانې دي، چې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د سیاستونو پر وړاندې سولهییز لاریونونه وکړل.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځینه لاریونوالو سره له تاوتریخوالي، نیونو او ربړونو کار اخیستی.