د جرمني د بهرنيو چارو وزارت استازې او د دغه هيواد د ایالتي پارلمان مرستياله د تمنا زرياب پريانې د نه خوړو اعتصاب په نهمه ورځ په کولون ښار کې د هغې د پرلت ځای ته ورغلې.
ورغلو جرمني چارواکو هغې ته بلنه ورکړې چې پارلمان ته دې د وينا لپاره ورشي.
د تمنا پریاني خور افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی ترې د اعتصاب پای ته رسولو غوښتنه کړې او اغلې پریاني ته یې بلنه ورکړې چې همدلته دې ایالتي پارلمان ته وینا وکړي.
جرمني چارواکو د اغلې پریاني د پرلت ځای ته په داسې حال کې ورغلي، چې نوموړې او نظام جلالي د شنبې په ورځ د وږي په ۱۸ مه د روغتیايي حالت د خرابوالي له امله روغتون ته وړل شوي وو.
تمنا زریاب پریانۍ او نظام جلالي نهه ورځې وړاندې د جرمني په کولن ښار کې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو او په افغانستان کې د جنسیتي توپير د رسمیت پېژندلو په اعتراض کې د نه خوړلو اعتصاب وکړ. ښاغلی جلالي ایرانی دی.
د تمنا زرياب پريانې خور زرمينې پریاني افغانستان انټرنېشنل ته وويل چې د نوردراین- وستفالن ایالت د پارلمان مرستيالې تمنا پریاني ته بلنه ورکړې چې د دغه ايالت په پارلمان کې دې وينا وکړي.
تمنا زریاب پریاني یوه له هغو افغان ښځينه لاریون کوونکو څخه ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په کابل کې له یو شمېر نورو نجونو سره د دغې ډلې پر ضد لاریون وکړ. طالبانو هغه ونیوله، اغلې پریاني د دغې ډلې له بند تر خلاصیدو وروسته له افغانستانه ووتله او په جرمني کې کډواله شوه.
په ورته وخت کې په ناورې او پاکستان کې یو شمېر نورو افغان ښځینه فعالانو هم له ورته غوښتنو سره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.