د طالبانو د بدني روزنې عمومي ریاست اعلان وکړ، چې د چین په اسيايي لوبو کې به له افغانستانه هیڅ ښځه ګډون ونه کړي.
تر دې مخکې رویټرز اژانس د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په حواله ویلي و، چې په دغو سیالیو کې به ۱۷ افغان ښځینه لوبغاړې برخه واخلي.
رویټرز د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې په حواله همداراز ویلي، په دغو سیالیو کې چې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې له لومړۍ نیټې تر شپاړسمې پورې به د چین په هانګژو ښار کې ترسره شي، افغان ښځینه لوبغاړې به په درېیو برخو: ځغاستې، بایسکل ځغلونې او والیبال برخو کې سیالي وکړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې، "افغانستان به په وياړ سره په اسيايي لوبو کې د ګډون لپاره تر ټولو زيات شمېر ښځينه لوبغاړې وليږي."
د دغې خبرپاڼې له مخې، افغان ښځینه لوبغاړو ته به د درېیو سکالرشیپونو په ورکړې سره د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کې د ګډون لپاره هم لار هواره کړي.
خو د دغه خبر تر خپرېدو څو ساعته وروسته د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د خپلې کورپاڼې په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په چین کې د اسیا د نولسم پړاو په سیالیو کې به له افغانستانه ۱۳۳ لوبغاړي په اوولسو بېلابېلو برخو کې ګډون وکړي؛ خو د دوی په منځ کې به هیڅ ښځینه لوبغاړې نه وي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې ډېرې اغیزمنې شوې دي.
له زدهکړو او کار کولو څخه د ښځو د محرومېدو سربېره، د ښځو د ورزش برخه هم په بشپړه توګه له منځه تللې او ډېری ښځینه لوبغاړې د طالبانو د ویرې له امله له افغانستانه وتلي دي.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو لهخوا د دغو بندیزونو لګول د دې لامل شوی، چې د ملګرو ملتونو سازمان په وینا دغه کړنې باید د بشریت ضد جرم وګڼل شي.
د تېر ډېسمبر په میاشت کې د المپیک نړۍوالې کمېټې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې سپورټ ته د ښځو خوندي لاسرسی د ۲۰۲۴ کال د پاریس په لوبو کې د افغانستان د ګډون لپاره اساسي شرط دی.