په بنګله دېش کې د ځمکې ښویېدنې او بارانونو له امله ۵۵ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ورک دي

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۲

د بنګله دېشي رسنیو د راپورنو له مخې، د اګسټ له پیله تر اوسه د بارانونو او ځمکې ښویېدنې له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۵۵ کسان مړه شوي، ۱۷ ورک او نېږدې یو میلیون خلک یې اغېزمن کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ په ځینو سیمو کې د خلکو کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي او د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د بنګله دېش د هوا پوهنې د ادارې رییس عزیز الرحمان اسوشتیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، په بنګله دېش کې د اګست له لومړۍ نېټې تر اوسه د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدنې له امله کاکس بازار کې ۲۱ تنه، چټاګونګ کې ۱۹ تنه، په رانګمټي کې ۵ تنه او په بندربان کې ۱۰ تنه مړه شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په کاکس بازار کې سلګونه کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې او نېږدې ۶۰۰ زره خلک زیانمن شوي دي.
د هغه په خبره، چې په بنګله دېش کې اوسني بارانونه او توپانونه په وروستیو کلونو کې بې ساري دي.
د بنګله دېش ملي تلویزون(بي ټي وي) د یوه لومړي پوړي چارواکي له قوله وايي، چې د وروستیو بارانونو له امله د سمندر د اوبو سطحه لوړه شوې ده او تر هغې چې د اوبو سطحه بېرته نه وي ټیټه شوې دوی نه شي کولی چې د زیانونو دقیق ارقام وړاندې کړي.
د د اګسټ میاشتې له پیله تر اوسه په چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو کې سیلابونه راوتلي دي،چې په ګڼو کلیو او ښارونو کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نور خبرونه

رادیو