د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا په کابل کې په یوه کنفرانس کې د طالبانو په ځانګړې توګه د کندهار ډلې له خوا د واک انحصار په کلکه وغنده او دا یې د تعصب بېلګه وبلله.
د همدې شورا يوه غړي وويل، چې د هبت الله په ګډون په کابينه کې ۱۳ وزيران له کندهاره دي.
د جهادي او اسلامي ارزښتونو د ملاتړ شورا د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د طالبانو پر مشر توندې نيوکې وکړې او د کندهاري طالبانو له لوري د واک انحصار يې وغنده.
د پنجشیر ولایت د حج او اوقافو پخواني رییس محمود حسن وویل، چې د طالبانو له خوا په کندهار پورې د واک انحصار له عدالت او انصاف نه لرې خبره ده.
نوموړي وویل، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په واک کې هر افغان حق لري.
محمود حسن په دې غونډه کې د عدالت او ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، «عدالت په نظر کې ونيسئ، ټول قومونه او خلک تر دې چتر لاندي راولئ، د خلکو حق ورکړئ، د واک انحصار د منلو نه دی او د همه شموله حکومت رامنځ ته کول د خلکو غوښتنه ده».
نوموړي د طالبانو مشر هبت الله ته په خطاب کې وویل، چې ادارو ته یوازې له کندهاره د کسانو ټاکل تعصب دی.
محمود حسن وویل، چې د «اسلامي امارت» تر پيدا کېدو مخکې مجاهدينو په دې وطن کې مبارزه کړې او په خلکو کې پراخې ريښې لري.
هغه زياته کړه: «عبدالرب رسول سیاف، مولوي محمدنبي محمدي، مولوي یونس خالص، مولوي جلالدین حقاني، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، عبدالعلي مزاري، محمد محقق او اسماعیل خان مجاهدین وو، کار او مبارزه یې کړې او په خلکو کې پراخې ريښې لري».
نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې دا بنسټونه مه لړزوئ.دې شورا پر طالبانو د نجونو د ښوونځيو د بیا پرانیستلو غږ هم وکړ.
په دې وروستيو کې د طالبانو د توندو کړونو، بنديزونو، خپلسرو پرېکړو، ولس ته د حق نه ورکولو او ظلمونو پر وړاندې د خلکو اعتراضونه ډېر شوي او دغه ډله یې له ننګونو سره مخ کړې ده.