د افغانستان کریکټ بورډ له لوري په یوې خپرې شوې خبرپاڼه چې د (سلواغې ۸مه) خپره شوې ویل شوي، چې د دغې ادارې مشر میرویس اشرف د یو شمېر لوبغاړو په ملتیا د بدني ښکلا د اتل علي رضا اساهي کور ته د خواخوږۍ لپاره تللي او ورسره یې نغدي مرسته هم کړې ده.
میرویس اشرف ویلي، ورزشکاران د ټولنې هغه قشر دی چې پرته له قومي او ژبني توپیر څخه ټولنې ته د سوکالۍ پېغام ورکوي. هغه زیاته کړې چې د کریکټ لوبډلې ټول لوبغاړي هم له دغو تبعیضونو څخه په واټن کې دي.
علي رضا اساهي د بدنې ښکلا ورزشکار و چې تېره اونۍ د زړه د دریدو له امله په کابل کې ومړ. هغه د ځینو سیالیو پر مهال له بې روزګارۍ او غربت څخه شکایت کړی و.
د هغه له مړینې سره سم د راشد خان په ګډون د کریکټ ملي لوبډلې بېلابېلو لوبغاړو د هغه له کورنۍ سره د خواخوږۍ او مرستې اعلانونه وکړل.
د علي رضا اساهي د کورنۍ غړو او د هغه اولادونو د کریکټ بورډ له دغه لاسنېوی څخه خوښي څرګنده کړې ده.
د هغه مشر زوی کیهان اساهي په وینا؛ د کریکټ بورډ خوخواږۍ یې هیلې را ژوندۍ کړي او ژمنه کوي چې د خپل پلار د ورزشي ارمانونو د پاللو لپاره به هڅې وکړي
د کریکت بورډ په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې د اساهي له کورنۍ سره یې څومره نغدي مرسته کړې.
د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړي ګلبدین نایب په متحده عربي اماراتو کې د لوبې پر مهال د لوبې د غوره لوبغاړي نغدي جایزه هم د علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړې ده.