د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د شیعه عالمانو شورا له غړو سره لیدلي

پرون

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر‏ سید عباس عراقچي تېر ماښام په کابل کې د افغانستان د شیعه عالمانو شورا له غړو سره لیدلي دي.

عباس عراقچي پرون سهار کابل ته رسیدلی و او له طالبانو سره یې ناستې لرلې.

د دغه وزارت له‌خوا پر اېکس پاڼه د ښاغلي عراقچي په حواله راغلي، چې د افغانستان شیعه عالمان او شیعه ټولنې د دغه هېواد په علمي، کلتوري او مذهبي ودې او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
نوموړي د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ترمنځ دوستانه او د وروګلوۍ اړیکه د افغانستان د پرمختګ لپاره ګټوره بللې او هغه یې د یوې خوندي او پرمختللې ټولنې لپاره یو شرط وباله او د یووالي د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
هغه دارنګه ویلي، چې د ایران حکومت له افغانستان سره په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري برخو کې د اړیکو پراخول غواړي.

خو د ایران حکومت دا مهال په هغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ټولو نړۍوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو سره له افغانانو سره خورا بد چلند کوي.
د دغه وزارت د لیکنې له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د ایران د اسلامي جمهوریت له‌خوا د تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه‌توب او د ایران په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ګڼ شمېر افغانانو لپاره د زده‌کړو فرصتونو د برابرولو ستاینه وکړه.

د ایران حکومت دا مهال د دغه هیواد په ښوونځیو کې افغان ماشومان زده‌کړو ته نه پرېږدي او هغه افغانان چې په هټیو او کارخونو کې کار کوي نیسي او په زور افغانستان ته اړوي.

نور خبرونه

رادیو