یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه فرمان له امله چې د بهرنیو مرستو بندېدو امر یې کړی، د څه باندې ۴۰ زرو افغانانو الوتنې ځنډول شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې یاد شمېر کسان متحده ایالاتو ته د لېږد لپاره مستحق دي.
دغه امریکایي چارواکي تر هغه وروسته دغه خبرې کړي، چې ټرمپ مخکې حکم وکړ څو د امریکا بهرنۍ مرستې دې د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي.
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې واشنګټن پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره د ۲۱ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
دغه پیسې په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو، امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو او د ارزي شتمنیو په برخه کې لګول شوي دي.
ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې د خپلو ټاکنیزو سیالیو پرمهال ژمنه کړې وه، چې د کډوالۍ قوانین به سخت کړي.
د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې یوه فعال پخواني سرتېري شاوڼ ونډیور وویل، نوموړی باور لري چې د لوتنو ځنډول په قصدي ډول و.
نوموړي زیاته کړه: «مونږ فکر کوو چې دا یوه تېروتنه وه.»
د یادولو ده، چې رویټرز په خپل راپور کې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نظر د وړاندې کولو لپاره غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د ملګرو ملتونو د دفتر او د نورو نړۍوالو ادارو راپورونه ښیي، چې د پخواني حکومت سرتېري او چارواکي چې د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ یې درلوده، د طالبانو د اخیستنې له ګواښ سره مخ دي او په تېرو درېیو کلونو کې ځینې یې نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي هم دي.
له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته نږدې ۲۰۰ زره افغانانو ته په امریکا کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شوي دي.
سیګار ویلي، چې امریکا ته د افغانان پر لېږد او ځای پر ځای کېدو کابو ۸،۷ میلیارد ډالره لګول شوي دي.