امرالله صالح وایي د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره،سره حقاني او وثیق ازادانه سفرونه کوي

پرون

د‌ پرځیدلي پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي چې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره، سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د ملي‌ امنیت رییس په ازادانه توګه متحده عربي اماراتو ته سفرونه کوي.

هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې باید د دغو «لوړ پوړو ترهګرو » خلاف جدي اقدامات وکړي.
دغه څرګندونې متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق د درې ورځې مخکیني سفر په غبرګون کې شوي چې په ترڅ کې یې دغو دواړو طالب چارواکو د یاد هېواد له ولسمشر سره هم کتلي دي.
د طالبانو دغه دوه جګپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېسټ کې دي او بهرنیو هېوادونو ته د سفر اجازه هم نه لري.
د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال په خبره، ملګرو ملتونو د «Tai.144» او «TAi.082» کوډونو پر بنسټ پر دغو دواړو لوړ پوړو طالبانو بندیزونه لګولي؛ خو بیا هم د دغه سازمان غړو هېوادونو ته په ښکاره توګه سفرونه کوي. هغه ملګرو ملتونو ته په اشارې کې ویلي او پوښتلي: « ایا ستاسو دې مسئلې ته پام شته»؟
امرالله صالح له ملګرو ملتونو غوښتي چې د خپلو بندیزونو د پلي کولو لپاره دې له خپل ځواک، شهرت او اغېز څخه کار واخلي.
د چارو کارپوهانو متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د یادو لوړ پوړو غړو سفر استخباراتي بللی او دا یې د حقاني ډلې د ځواکمنتیا لپاره یوه هڅه ګڼلې ده.
اووه میاشتې دمخه د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د جون میاشتې پر شلمه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري سراج الدین حقاني ته یوازې د څلورو ورځو لپاره د سفر معافیت تصویب شوی و. د دغه اجازې موخه په عربي اماراتو کې د امنیت او ثبات په تړاو یوې غونډه کې د سراج الدین حقاني ګډون و، خو دا ځل د ملګرو ملتونو له لور‌ي د سراج الدین حقاني د دغه تازه سفر د اجازې په تړاو ملګرو ملتونو د امنیت شورا هېڅ نه دي ویلي.
د طالبانو یو شمېر نور لوړ پوړ غړي هم د ملګرو ملتونو او متحده ایالتونو د بندیزونو په لېسټ کې ځای لري؛ ځو سره له دې هم له بندیزونو سره مخ د دغې ډلې لوړ پوړي غړي ښکاره ګرځي او سفرونه کوي.
د دغې ډلې پر مشر ملا هبت الله هم سخت نړیوال بندیزونه لګیدلي او تازه د جرمونو نړۍ والې محکمې څارنوال د نجونو د زده کړو د مخنېوي او نورو بشري سرغړونو له کبله د هغه او طالبانو د سترې محکمې د مشر د نیول کیدو غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو