د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې د ټیک ټاک بندېدل وځنډېږي.
نوموړي ویلي، چې په "ډېر احتمال" ټیک ټاک ته ۹۰ ورځې نور هم وخت ورکوي، ترڅو د یوې معاملې لپاره کار وکړي، چې د لنډو ویډیوګانو د شریکولو د دغه پېژندل شوي پلیټ فارم په متحده ایالاتو کې د بندېدو مخه ونیول شي.
تر دې وړاندې د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ هغه قانون تایید کړ، چې د دغه هېواد ملي امنیت ته د ورپېښو امنیتي ننګونو پر بنسټ د چین پر ټیک ټاک بندیز ولګوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د قانون له مخې د ټیک ټاک ملکیت لرونکی شرکت بایت ډنس اړ دی، چې د یکشنبې تر ورځې پورې دا اپلیکیشن وپلوري، کنه په امریکا کې به یې فعالیتونه په بشپړ ډول بند کړای شي.
د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ د اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل، چې هغه پرېکړه نه ده کړې چې څه وکړي، خو د دوشنبې په ورځ د دندې د سوګند پورته کولو وروسته ټیک ټاک ته د بېرته ورکولو په اړه غور کوي.
د هغه قانون له مخې چې کانګرس له خوا تصویب شوی او تېر کال د ولسمشر جو بایډن لخوا لاسلیک شوی و، د ټیک ټاک چین مېشته اصلي شرکت نهه میاشتې وخت درلود، چې د متحده ایالاتو پلیټ فارم یو منل شوي پېرودونکي باندې وپلوري.