منصور احمد خان: افغانستان سره د پاکستان په امنیتي تګلاره کې بدلون ته اړتیا ده

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۵

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلام‌اباد ونه توانېد چې طالبان دې ته قانع کړي، چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان باید د تېرو څو لسیزو امنیتي تګلاره بدله کړي.

منصور احمد خان د دوشنبې په ورځ د پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» لپاره په یوه مقاله کې لیکلي چې «ټي ټي پي»‌ او د بلوڅ بېلتون پالو ډلو له خوا د بریدونو په پایله کې پاکستاني پوځیانو او ولسي خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د هغه په وینا، اسلام‌ اباد د ترهګرو ډلو د مخینوي په برخه کې د طالبانو په قانع کولو کې ناکام شوی او دغې ناکامۍ د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.
احمد خان ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۶۰۰ کیلومټره اوږدې کرښې ترڅنګ د ۵۰ میلیونه وګړو موجودیت چې ټولنیزې، مذهبي، قومي او اقتصادي اړیکې سره لري، یو “حیاتي حقیقت” دی. نوموړي ټینګار کړی چې د دې سیمې مؤثره اداره د دواړو هېوادونو د سولې او ثبات لپاره خورا مهمه ده.
هغه په دې مقاله کې یادونه کړې چې د ۱۹۷۰ لسیزې پورې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې امن و او هېڅ پاکستاني ځواکونه په دې سیمو کې ځای پر ځای شوي نه وو. خو په تېرو پنځو لسیزو کې، په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۲۱ پورې ډیورنډ کرښه د سیمه ‌ییزو او نړۍ والو ترهګریزو ډلو د فعالیتونو پر سیمو بدلې شوې.
د پخواني سفیر په وینا، درې نیم کاله وروسته له هغې چې طالبان واک ته رسېدلي د اسلام‌ اباد هغه تمې پوره نه شوې چې دغه حکومت به د ټي ټي پي، داعش او بلوڅ بېلتون پالو په ګډون ترهګریزې ډلې وځپي.
هغه دا رنګه لیکلي، ټي ټي پي د افغان طالبانو سره د اړیکو له امله په افغانستان کې شته او پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه یې هم زیات کړي دي. نوموړي وویل، د ټي ټي پي ځواکمنتیا ښيي چې دغه ډله “یقیناً” د هغو هېوادونو له خوا تمویلېږي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې نه غواړي.
احمد خان همدارنګه لیکلي، د اسلام‌ اباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي او دا حالت د دواړو لوریو ترمنځ د “ناکامه تعامل” پایله ده.
هغه د پاکستان له خوا د ویزو، کډوالو، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د فشار تاکتیکونه “بې‌ګټې” وبلل او ټینګار یې وکړ چې پر ډیورنډ کرښه پوځي عملیاتو دغه اړیکې لا پسې زیانمنې کړي دي.
منصور احمد خان زیاته کړې، چې د دغو ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې د امنیت محوره تګلارې پر ځای، سیاسي ستراتېژي غوره شي. د هغه په وینا، د طالبانو سره د تعامل لپاره ډېپلوماټیک کانالونه باید د برابر حاکمیت،متقابل درناوي او نه لاسوهنې پر اصولو ولاړ وي.
دغه پخواني سفیر لیکلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له یو بل سره خورا مهمې دي چې سیاسي او اقتصادي پروګرامونو ته د لومړیتوبونو په ورکولو سره به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مثبت بدلون رادبره شي.
نوموړي د کویټې-کندهار اوسپنې پټلۍ، پېښور-جلال‌اباد اوسپنې پټلۍ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نویو لارو د پرانېستلو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې باید اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې ډېرې شي.
هغه زیاته کړې چې د سیمې ډېر هېوادونه لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، چین، روسیه، ایران، او د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان او پاکستان سره د زیربنایي او انرژۍ په پروژو کې د ګډون غوښتونکي دي.
د احمد خان په وینا، حتی هند چې افغان طالبانو ته د ترهګرو په سترګه کتل، اوس غواړي له دوی سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
هغه د خپلې مقالې په پای کې ټینګار کړی پاکستان ته په کار ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د پراخ تعامل لپاره یوه سیاسي سټراټېژي جوړه کړي. د دغې سټراټېژۍ په مرسته پاکستان کولای شي د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او د ډیورنډ کرښې د مدیریت په برخو کې له افغانستان سره د ګډو موخو لپاره مثبت بدلونونه رامنځنته کړي.

نور خبرونه

رادیو