سرچینې: په پاړه چنار کې د درملو د نشتوالي له امله یو بل ماشوم هم مړ شو

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۴

له پاړه چنار څخه سرچینې وایي، چې د درملو د نشوالي له امله نن یو بل ماشوم هم مړ شو.
په پاړه چنار کې د روغتیايي ادارو د مالوماتو له مخې، د درملو او اسانتیاوو د نشتوالي له امله د ماشومانو په ګډون د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو.

سرچینې وایي، چې د پاړه چنار لویه لاره له تېرو څو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د اړتیا وړ توکو د نشتوالي له امله د پاړه چنار اوسېدونکي له لوږې سره مخ دي.
په پاړه چنار کې د سوداګرۍ خونې مشر امداد حسین وایي، په ښار کې ټول سوداګریز مرکزونه او هټۍ تړل شوې دي.
له څو ورځو راهیسې په ټل کې له خوراکي توکو او درملو بار ۱۶۰ ډکې لارۍ لاهم د تړلو لارو له امله ځای پر ځای ولاړې پاتې دي.
له بل پلوه د هنګو او پېښور په ګډون د بېلابېلو سیمو په هوټلونو کې بند پاتې مساپرو هم د احتجاج اعلان کړی دی.
په پاړه چنار کې سیمه‌ییز مشران له ځایي حکومته غوښتي، چې د لارو خلاصولو لپاره جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو