سپینه ماڼۍ: بایډن له نتنیاهو سره خبرو کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

۳ ورځې مخکې

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې دواړو مشرانو په غزه کې د جګړو د پایته رسېدو او دغه راز د یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې کړي.
سپینې ماڼۍ د دواړو مشرانو له ټلیفوني خبرو وروسته ویلي، چې بایډن او نتنیاهو د فلسطین په سیمه کې د جګړې د درولو او هلته د پاتې یرغمل شویو خوشې کولو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو پر هڅو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په دوحه کې د سولې په اړه خبرې روانې دي او د اسراییل یوه لوړپوري امنیتي پلاوي هم په کې ګډون کړی.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې دواړو مشرانو په لبنان کې د اوربند له موافقې وروسته د سیمه ییزو بدلونونو، په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پر نسکورېدو او په سیمه کې د ایران د ځواک د کمزوري کېدو په اړه هم خبرې وکړې.
اسراییل په غزه کې خپل بریدونه وروسته له هغه پیل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د حماس جنګیالیو د اسراییل د پولو په اوږدو کې برید وکړ.
د اسراییل د شمېرو له مخې، ۱۲۰۰ کسان په دغو برېدونو کې ووژل شول او له ۲۵۰ څخه ډېر یرغمل شول.
له هغه وخت راهیسې د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، په غزه کې له ۴۶۰۰۰۰ څخه ډېر خلک وژل شوي، د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې، زیات شمېر خلک یې بې ځایه شوي او له بشري ناورین سره مخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو