د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکې میاشتې اتلانو جام سیالو لپاره ۱۹ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.
دغه سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د پاکستان په کوربه توب د فبروري پر ۱۹مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې به دوام ولري.
افغان کرېکټ بورډ د یک شنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام(چمپېنز ټرافي) لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
کرېکټ بورډ وايي، د افغان ملي لوبډلې پیلز توپ وهونکی ابراهم ځدراڼ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ښنګري د ټپ له امله له سیالیو بهر شوی و، اوس رغیدلی او له لوبډلې سره یوځای شوی، خو ورو توپ اچوونکی مجییب الرحمن ځدراڼ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د لاس د ګوتو د ټپونو له امله یې درملنه ترسره کېده، د ډاکټرانو د سپارښتنې له امله د یاد نوملړ برخه نه دی او پر ځای یي الله محمد غضنفر په لوبډله کې اخیستل شوی دی.
د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کۍ حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي. همدارنګه دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګییال خروټی د یاد لوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وايي، چې «افغان اتلانو په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې خورا ښې لوبې وکړې او په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. په یادو سیالیو کې د هغوی غوره لوبو او د تېر کال په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې په دوه اړخیزو سیالیو کې د دوی بریاو ته په کتو موږ هیله من یو چې افغان لوبډله به په اتلانو جام سیالیو کې هم غوره لوبې وکړي.»
دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان په اتلانو جام کې لوبیږی او په دې سیالیو کې افغانستان د فبروري میاشتې پر ۲۱مه نېټه د سوېلي افریقا پر وړاندې په کراچۍ کرېکټ لوبغالي کې، د فبروري پر ۲۶مه د بریټانیا پر وړاندې په لارهور کې او د فبروري پر ۲۸مه د اسټرالیا پر وړاندې په لاهور کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.