د طالبانو روغتیا وزارت: په روان ژمي کې د ګازو د مسمومېدو په ۸۹۰ پېښو کې ۲۴ کسان مړه شوي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ژمي د موسم له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د ګازو د مسمومېدو ۸۹۴ پېښې ثبت شوي، چې ۲۴ کسان په کې مړه شوي دي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په ټول هېواد کې د زهرجنو ګازو له امله په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت له ښاریانو غوښتي، چې د ګازو د کارونې پر وخت احتیاط وکړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، دغه شمېرې یې د هغو خلکو له راپورونو څخه راټولې کړي، چې روغتونونو ته د درملنې لپاره ورغلي وو.
د نوموړي په وینا، د ګازو د مسمومېدو له امله د ۱۵ نارینه او ۹ ښځو په ګډون ۲۴ تنه مړه شوي دي.
دغه وزارت له ښاریانو غوښتي، چې د ګازو د کارولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او د نورو پېښو د مخنیوي لپاره د امنیتي تدابیرو پر اهمیت ټینګار کوي.
د ژمي په موسم کې د کافي برېښنا او تودوخې د اسانتیاوو نه شتوالی ښاریان دې ته اړ باسي، چې د ګازو په کارونې تکیه وکړي، خو دغه چاره د ګازو د مسمومیت د پېښو د زیاتوالي لامل کېږي.

نور خبرونه

رادیو