جان اڅکزی: د پاکستان په وړاندې د طالبانو تګلاره د غني او کرزي له حکومتونو سره توپیر نه لري

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی وايي، چې د پاکستان په وړاندې د طالبانو تګلاره د غني او کرزي له حکومتونو سره توپیر نه لري.
هغه دا خبره په عربي اماراتو کې د امیرخان متقي او هندي چارواکو له لېدو وروسته کړې.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکیني وزیر جان اڅکزی چې دا مهال د پاکستان په دفاع کې په خواله رسنیو کې تر نورو ډیر فعالیت کوي نن پنجشنبه د (مرغومي ۲۰مه) په خپله ایکس پاڼه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري لیدنې ته غبرګون ښودلی دی.
هغه د خپل ایکس په يادښت کې لیکلي چې د «طالبانو او هند تر منځ اړیکو ثابته کړه چې (را) په افغانستان کې له طالبانو، ټي ټي پي او بلوڅ بیلتون پالو څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.»
جان اڅکزی زیاتوي چې په افغانستان کې دا مهال واکمن طالبان د پاکستان په وړاندې کټ مټ د دغه هیواد د مخکنیو ولسمشرانو غني او کرزي د حکومتونو تګلاره مخته وړي.
هغه د پاکستان حکومت ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان باید په نویو لارو چارو غور وکړي.
تر دې وړاندې دغه پاکستاني پخواني چارواکې او ځينو نورو د طالبانو په وړاندې د هغوی د مخالفانو د ملاتړ غوښتنه کړې وه او ویلي یې و، چې پاکستان دې د طالبانو د مخالفو ډلو په ځانګړي ډول د (مقاومت جبهې) ملاتړ وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره ورځ چهارشنبه د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري سره په دوبۍ کې لیدلي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دغه پلاوي د هند امنیتي اندېښنو په اړه دوی ته ډاډ ورکړی.
په دغې ناسته کې هندي لوري د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو، پراختیايي پروژو، او سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی.

نور خبرونه

رادیو