ټي ټي پي د پاکستان د اتومي انرژۍ کمیسیون کارکوونکي نیولي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۰

د پاکستاني طالبانو غورځنګ وايي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ کې یې د پاکستان د اتومي انرژۍ د کمیسیون اته تنه غړي نیولي دي.

پاکستاني طالبانو د نیول شویو کسانو پېژندپاڼې او تذکرې هم خپرې کړې، چې د یاد کمیسیون لپاره یې کار کاوه.

ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی ۱۶ کسان نیولي وو، خو اته تنه یې بېرته خوشي کړي او تر خلاصون وروسته پوځ وژلي، چې پړه یې پر دوی واچوي.

پاکستاني طالبان وايي، اته تنه خوشي شوي کسان عام کسان وو او مزدوري یې کوله.

ټي ټي پي په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې د پاکستان د اتومي انرژۍ کمیسیون نیول شوي کارکوونکي یې یوه خوندي ځای ته لېږدولي دي.

دې ډلې د نیول شویو کسانو نومونه هم خپاره کړي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو