پاکستاني کارپوهانو د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره مستقیمې اړیکې ونیسي او د پاکستاني طالبانو پر ستونزه ورسره وغږیږي.
دوی ټینګار کړی، چې دغسې اړیکې د «سرحدي ترهګرۍ» او سوداګریزو اړیکو د ښه والي په برخه کې مرستندویې تمامېدای شي.
دغه وړاندیز د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (PIPS) له خوا په "پاکستان کې د ترهګرۍ وضعیت ۲۰۲۴-۲۵" تر سرلیک لاندې په یوه کارپوهانه مشورتي غونډه کې شوی، چې امنیتي کارپوهانو، خبریالانو او څېړونکو پکې د پاکستان پر وړاندې پرتو ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث کړی.
د غونډې ګډونوالو په دې ټینګار کړې چې کندهار په افغانستان کې د واک اصلي مرکز دی، چېرې چې د ټولو مهمو مسایلو پریکړې کیږي. د دوی په وینا، پاکستان باید د طالبانو له مشرتابه سره اړیکې ټینګې کړي او که هغوی د روغتیا او ویزې خدماتو ته اړتیا ولري، له دوی سره مرسته وکړي.
د دې نېشن د رپوټ له مخې، کارپوهانو دټي ټي پي د عملیاتو په ستراتیژۍ کې د بدلون په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دې ډلې په وروستیو کې پر ملکیانو بریدونه کم کړي څو خپل عامه انځور ښه کړي، خو پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه زیات کړي دي.
د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ څخه ارش خان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ پر جوړولو ټینګار کړی چې یوازې د پوځي عملیاتو نه بلکې د ځايي ټولنو ملاتړ هم پکې شامل وي.
د انسټیتیوت رییس محمد عامر رانا خبرداری ورکړی چې خبرې اترې کولی شي اورپکۍ ته مشروعیت ورکړي. هغه وویل چې ټي ټي پي د پاکستان لپاره یو وجودي ګواښ دی او باید د دې ډلې پر وړاندې صفر زغم وښودل شي.
د څیړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) اجرایوي رییس امتیاز ګل د پاکستان پر ترهګرۍ ضد ځانګړي چلند نیوکه وکړه او د ملکي حکومت په مشرۍ افغان پالیسۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ځینو کارپوهانو وپوښتل، چې که روسیه، چین او د مرکزي اسیا هېوادونه له طالبانو سره فعالې اړیکې لري، نو ولې پاکستان له دې دلې سره د بې ارتباطۍ پالیسۍ تعقیبوي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ټي ټي پي پر سر د طالبانو له حکومت سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخ دی.