له پاړه چناره ځایي خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په خوراکي توکو بار ۳۵ لارۍ پرون ناوخته د کورمې ولسوالۍ ته رسیدلې دي.
دغه خبریالان وایي په دغو لاریو کې د چرګانو په ګډون نور اړین خوراکي توکي بار و، چې د زیانمنو شویو سیمو په خلکو د ورکړل شویو کارټونو له مخې وویشل شول.
د دغو توکو د تر لاسه کولو لپاره اوږده کتارونه جوړ شوي و او هر کس هڅه کوله چې د خپلې اړتیا وړ توکي تر لاسه کړي.
د دغو توکو لس لارۍ د باغوان سیمې په زیانمنو شویو خلکو ویشل شوي دي.
دا رنګه په بره کورمه کې د توري منګل، مقبلو، او بوشهرې په یو شمېر کلیو کې هم پر خلکو دغه توکي ویشل شوي دي.
په کورمې ولسوالۍ کې سوداګر وایي چې د شاوخوا ۴۰۰ زره خلکو لپاره په ۲۵ لاریو بار خوراکي توکي بسنه نه کوي. دوی وایي د دغو خلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره لږ تر لږه په ۵۰۰ لاریو کې بار خوراکي توکو ته اړتیا لیدل کیږي.
د دغو سوداګرو په وینا دمګړۍ په سیمه کې د خوراکي توکو تر څنګ خلک د دارو درملو او سون توکو له سخت کمي سره مخامخ دي، د تیلو په پمپ سټیشنونو کې تیل نه موندل کیږي چې دې کار د خلکو په لیږد رالیږد کې هم ستونزې زیاتې کړې دي.
د کورمې اوسیدونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې دغې ولسوالۍ ته دې د ټولو غځیدلو لارو په خلاصولو کې ګام واخلي او د خلکو د ډاډمن تګ راتګ لپاره دې زمینه برابره کړي.
دوی له چارواکو دا غوښتنه هم کوي چې په کوهاټ کې د شوې جرګې پرېکړې دې پلې شي.
د شاوخوا ۱۰۰ ورځو را په دې خوا کورمې ولسوالۍ ته د نا امنۍ او تاوتریخوالي له امله ټولې لارې بندې شوې او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
داسې راپورونه هم شته چې په کورمه کې د خوراکي توکو تر څنګ په روغتونونو کې د دارو درملو د نشتوالي او کموالي له امله تر دې مهاله د ۱۴۷ ماشومانو په ګډون ۲۲۱ تنه مړه شوي دي.