د م.م عالي کمېشنرۍ مشره: هغه کسان چې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه شړل شي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹

په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشره فلیپا کاندلېر وایي، هغه کسان چې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري باید له پاکستانه ونه اېستل شي.

نوموړې دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پاکستان حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې او په ځانګړې توګه په پلازمېنې اسلام اباد کې یې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو ته زور ورکړی.
نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي، په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون د اړمنو خلکو ښه کوربه‌توب ته دې دوام وکړي او خپلې دغه اوږدې مېلمه پالنې ته دوام ورکړي.
همدا تېره ورځ هم د پاکستان حکومت په تېرو څو ورځو کې په اسلام اباد کې نیول شوي افغان کډوال له تورخمه واړول.
د دغو ستانه کړل شویو افغانانو د کورنیو پاتې غړي وایي، چې بل هېواد ته یې د لېږد پروسه روانه وه؛ خو د کورنیو غړو له اړولو سره د دوی د کډوالۍ چارې ټکنۍ شوې دي.
د اسلام اباد د بي ۱۷ ښارګوټي اوسېدونکې سوده وایي، چې خاوند یې تېره ورځ ماښام مهال له ۹۹ نورو افغانانو سره یوځای له تورخمه واړول شو.
د هغې په وینا، د پاکستان حکومت ورته په پاسپورټ داسې ټاپه وهلې چې هغه بېرته پاکستان ته ستنېدلی هم نه شي.
نوموړې په اسلام اباد کې د خپلو درېیو کوچنیو ماشومانو سره یوازې پاتې شوې ده.
تېره ورځ په ستانه کړل شویو افغانانو کې یوه خبریاله هم شامله ده، چې له کورنۍ سره یې یوځای درې ورځې وړاندې د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې نیول شوې وه.
په پاکستان کې هم د بشري حقونو ادارې او نور بنسټونه د دغه هېواد پر پولیسو نېوکې کوي، چې دوی زیانمنونکي افغانان په جبري توګه باسي چې هلته په خپل هېواد کې بیا له بې شمېره ګواښونو سره مخامخېږي.

نور خبرونه

رادیو