ایمل ولي خان: پښتونخوا د تباهۍ په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۹

د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، پښتونخوا د تباهۍ په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی.

نوموړی وایي، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وضعیت ډير خراب دی خو د پاکستان دوو ګوندونو ولس په سیاسي ډرامو بوخت کړی دی.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وايي، مرکزي حکومت د پښتونخوا ستونزو ته هیڅ رسیده ګي نه کوي.

نوموړی وايي، « پښتونخوا د تباهي په حال کې ده، هلته د حکومت حاکمیت کمیږي او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی».

نوموړی د پاکستان د واکمن ګوند او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر منځ مذاکراتو ته په اشاره وايي، سیاسي ګوندونه باید «دروانو ډرامو» پر ځای د ملت اصلي ستونزو ته مخه کړي.

ایمل ولي خان زیاتوي، « حالات ډیر پیکه دي، خو ملت په سیاسي ډرامو کې شا ته غورځول شوی دی. که تاسې غلا کړې وي، ساعتونه مو پلورلي وی یا مو هم له ملک ریاض سره جوړ جاړی کړی وي نو باید له دوسیو سره مخ شئ، خبرې د څه لپاره کوئ».

نوموړی وايي، په تېرو ۱۲ کلونو کې هیڅ حکومت هم د پښتنو ستونزې نه دي اوارې کړې، «پښتانه لومړي وزیران کیږي، خو د پښتنو ستونزو ته یې هیڅ کار نه دی کړی، د دوی لومړيتوب بېل دی. دا خلک د بندیانو په خلاصون او د اسلام اباد د تخت ترلاسه کولو په جګړه بوخت دي.»

د عوامي ملي ګوند مشر وايي، د حکومت او پي ټي ای تر منځ د مذاکراتو لپاره هیڅ لېوالتیا نه لري او نه به هم دا مذاکرات کومه پایله ولري.

ایمل ولي خان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له یوې خوا په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ناامنۍ ډيرې شوې او بل خوا د پاکستان واکمن ګوند او د عمران خان په مشرۍ د پي ټي ای ګوند تر منځ د جوړجاړي خبرې تودې شوې دي.

شنونکي ددې خبرو اترو ترشا یو هدف د پاکستان امنیتي وضعیت او د وسله والو جنګیالیو خلاف د پوځ احتمالي پوځي عملیات ګڼي.

نور خبرونه

رادیو