د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازی زلمي خلیلزاد د (مرغومې ۱۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په خپل هېواد کې ناقانونه چلند پای ته ورسوي.
خلیلزاد دا څرګندونې د پاکستاني پولیسو د هغو تازه کړنو په غبرګون کې کړي چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیول کیدو لپاره کور په کور بېړني عملیات پیل کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد له دغه هېواده غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغانانو د نیول کیدو لړۍ ودروي او له اېستل کیدو څخه دې یې هم ډډه وکړي.
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستاني پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لزلو په پلمه په اسلام اباد کې سلګونه افغان کډوال نیولي چې ځنې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.
اندیښنې دا دي چې په دغو نیول کیدونکو افغانانو کې هغه کسان هم شته چې د طالبانو له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او د خپلو سرونو خوندیتوب لپاره پاکستان ته کډوال شوي دي.
داسې وېرې هم شته، چې د دغو افغان کډوالو اېستل او افغانستان ته یې لېږل په لوی لاس دوی د مرګ خولې ته د ورکولو په مانا دي.
د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو پر ضد روان عملیات غیر انساني بللي او له دغه هېواده یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې دغه بهیر ودروي.