په اسلام اباد کې د جرمن ډیپلوماټ مړی په خپل استوکنځي کې موندل شوی

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۷

په اسلام اباد کې ځايي رسنیو د پولیسو په حواله لیکلي، چې د جرمني سفارت د دوهم سکرټر تهامس فلډر مړی د هغه په استوکنځي کې موندل شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د مرګ لامل مالوم نه دی، خو تر دې مخکې هم پر دغه ډیپلوماټ د زړه حمله راغلې وه.

په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ځايي رسینو ته نن دوشنبې «د مرغومي ۱۷مه» وویل چې د موندل شوي جرمن ډېپلوماټ مړی یې عدلي طب ته لېږلی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

پاکستاني پولیس وايي چې د دې پېښې په اړه یې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته خبر ورکړی دی.

دوی زیاتوی د مرګ څرنګوالی به یې د عدلي طب له رپوټ وروسته په ډاکه شي خو پر دغه جرمن ډېپلوماټ یو ځل مخکې هم د زړه کوچنۍ حمله راغلې وه.

د پاکستان «جنګ» ورځپاڼې د اسلام اباد د پولیسو په حواله لیکلي چې د دوه ورځې پرلپسې غیرحاضري له امله یې د اسلام اباد په ډېپلوماټیکه سیمه کې د جرمني سفارت د دوهم سکرټر تهامس فلډر استوکنځي دروازه ماته کړه او د هغه مړی یې وموند.

پاکستاني پولیس وايی د مړي له پیدا کېدو وروسته په اسلام اباد کې د جرمني سفارت ته په دې اړه معلومات ورکړل شول.

تر اوسه په اسلام اباد کې د جرمني سفارت د خپل د دوهم سکرټر د مړي پیدا کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو