معترضې مېرمنې:‌ امنه محمد دې نصیحتونه پرېږدي، د افغان ښځو د حقونو لپاره دې عملي کار وکړي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۶

د ښځو د ازادۍ فانوس په نوم غورځنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان ښځې نصیحتونو ته اړتیا نه لري.

دغه ښځې وايي، د دوی تر پښو لاندې شوي حقونه دې بېرته ورکړل شي.

افغان ښځې غواړي چې د عدالت غوښتنې غږ یې واورېدل شي، څو نړۍواله ټولنه د دوی له لاسه وتلي حقونو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ښځو د ازادۍ فانوس په نوم د معترضو مېرمنو غورځنګ د (مرغومې ۱۶مه)‌ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امنه محمد هغه ژمنې ته درناوی لري، چې د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړ به د اسلام په رڼا کې وکړي ؛خو په وینا یې، اصلي اسلام یو داسې دین دی چې د ټولو انسانانو لپاره ازادي، عدالت او وقار تضمینوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو واکمنۍ کې ښځې له خورا بد وضعیت سره مخ دي او هره ورځ پر دوی له دین څخه په ګټې اخیستنې د ناسمو روایتونو په رڼا کې بندیزونه لګوي.

اعلامیه کې راغلي‌ چې طالبانو په ناحقه د اسلامي ارزښتونو برعکس د ښځو د کار او زده کړو بندیزونو ته دیني توجیه ورکوي چې هېڅ ډول اسلامي اساس نه لري.

د ښځو د حقونو دغه ملاتړی غورځنګ په دې باور دی چې دا ډول ناسمو تعبیرونو نه یوازې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې اسلامي بنسټونو او افکارو ته یې هم زیان رسولی دی، ځکه چې د دوی په خبره اسلام عدالت او برابرۍ ته لومړیتوب ورکړی.

د فانوس غورځنګ له ملګرو ملتونو او له مرستیالې یې امنه محمد په ګډون له نورو نړۍوالو ادارو څخه غواړي چې د افغان ښځو د حقونو د بېرته لاسته راوړلو لپاره دې قوي دریځ غوره کړي.

دغه غورځنګ سپارښتنه کړې چې د افغان ښځو پر حقونو لګول شوي بندیزونه باید هېڅکله د سیاسي جوړجاړیو ښکار نه شي.

د پخواني جمهوري نظام له نسکوریدو سره سم طالبانو په ټول هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له لوري پر ښځو د سختو بندیزونو له امله دا ډله د نړۍوالو له پامه بېخي لوېدلې او د رسميت پېژندنې پر ځای یې پر پرځولو سیاسي بحثونه تاوده شوي دي.

نور خبرونه

رادیو