د خواله رسنیو کارونکي: پاکستان کې پر ایکس «پخواني ټوېټر» لګیدلي بندیزونه لرې شول

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۶

په پاکستان کې د ایکس شبکې یو شمېر کارونکي وايي، چې په دغه هېواد کې پر یادې ټولنیزې رسنۍ لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي او اوس یې پرته له (وي پي این) هم کارولی شي.

د پاکستان حکومت نږدې یو کال پر ایکس کارولو بندیز لګولی و.

په پاکستان کې د ایکس شبکې یو شمېر کارونکي نن یکشنبه د (مرغومي ۱۶مه) وايي، چې په دغه هېواد کې پر دغې ټولنیزې رسنۍ لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي او دا مهال یې د پاکستان په بیلابیلو ایالتونو کې پرته له (وي پي این) هم کارولی شي.

د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت د پاکستان حکومت پر ایکس ټولنیزه شبکه بندیز ولګاوه او کارونکو یې د استعمال پر مهال د (وي پي این) ځانګړې مجازې شبکې په کارولو سره ایکس پاڼې ته لاسرسی لرل.

په ۲۰۲۳ کال کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کیدو وروسته به د دغه ګوند پلویانو ته په رسنیو کې وخت نه ورکړل کیده چې خپل نظر څرګند کړي بیا دوی خواله رسنیو ته مخه کړه او د پاکستان پر حکومت یې نیوکې کولې چې د بیان د ازادۍ مخه یې نیولې.

د طلحه ارشد په نوم د ایکس یوکارونکي لیکلي چې « ډېره موده وروسته یې پرته له وي پي این فعالولو څخه خپله ایکس پاڼه کارولې ده».

پر ایکس د پاکستان حکومت له لوري په نااعلان شوې توګه بندیزونه لګیدلي وو او بېرته هم پرته له کومې حکومتي خبرتیا لرې کړای شوی دی. لا تر اوسه معلومه نه ده چې پر دغه ټولنیزې رسنۍ په موقتي توګه بندیزونه پای ته رسیدلي او یا هم د تل لپاره دغه به په عادي ډول فعال وي.

د ځینو پاکستانیانو ترمنځ دا نظرونه هم شته چې د ایکس شبکې مشر «ایلن ماسک» د امریکا له تازه ټاکل شوي‌ ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره د انډیوالۍ تارونه لري او ښايي پاکستاني حکومت د هغه له ویرې هم پر دغه ټولنیزې شبکې بندیزونه لرې کړي وي.

د روان کال په سر کې پاکستان له چین نه د خواله رسنیو د سانسور لپاره په دیرش میلیارده کلدارو د «فایر وال» یا اور دیوال په نوم یو سیسټم واخیست، چې ورسره یې په ایکس (پخواني ټویټر) باندې بندیز ولګاوه، خو سملاسي په میلیونونو خلکو د وي پي اېن له لارې له اېکس څخه استفاده پیل کړه.

نور خبرونه

رادیو