له لکي مروت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره ورځ د دغې ولسوالۍ له تنګ درې سیمې څخه وسله والو درې پولیس له یوه چیک پوسټ څخه تښتولي.
سرچینې زیاتوي، چې یو پولیس تېره شپه له خپل کور څخه وسله والو له ځان سره وړی.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته له لکي مروت څخه سرچینو ویلي، چې تېره ورځ جمعه د (مرغومي ۱۴مه) د دغې ولسوالۍ له تنګ درې غرنۍ سیمې څخه درې پولیس هغه مهال وسله والو وتښتول چې په سیمه کې پر یوه چیک پوسټ په دنده بوخت وو.
د یوه بل خبر له مخې، یو بل پولیس بیا تېره شپه له خپل کور څخه وسله والو را ایستلی او له ځان سره یې وړی دی.
ځايي پولیسو هم د تښتونې دغه خبر منلی او وايي، چې په شاوخوا سیمو کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په دغه سیمه کې د پولیسو تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا په بنو کې هم وسله والو اوه پولیس تښتولي وو، چې بیا یې دندې ته د نه ورتلو په ضمانت خوشې کړي وو.
په سیمه کې خبریالان وايي، چې د لکي مروت وروستی وضعیت تر پخوا ډیر ترینګلی شوی او په سیمه کې ورځ تر بلې د نا امنۍ پیښې په دیریدو دي.
څه موده وړاندې په خواله رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د پاکستان پوځ په لکي مروت کې د هغو وسله والو کورونه په بمونو والوځول چې له دوی سره جنګیږي.
په سیمه کې ازاد خبریال لال وزیر وايي، چې اوس وسله والو په ورته کار لاس پورې او د حکومتي او امنیتي کارکونکو کورونه سوځوي او ړنګوي یې.
په خیبرپښتونخوا کې امنیتي حالت د ورځې په تېرېدو د ترینګلتیا لوري ته روان دی او د نا امنۍ دغه لړۍ د پنجاب تر ځینو ښارونو هم رسیدلې ده.