د طالبانو دفاع وزارت په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د میلان کنکورس (9M135) په نوم د نوي رهبري شوي راکټ د فعاله کېدو خبر ورکړ.
دغه وزارت ویلي، چې د دې نوي توغندي د کارولو لپاره یې ۱۳ سرتېري روزلي دي.
د طالبانو د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ځواکونه د لوی درستیز د توپچي له ریاسته فارغ شوي دي.
د طالبانو په وینا، دغو سرتېرو په دې برخه کې یو میاشتنی مسلکي او علمي روزنیز کورس بشپړ کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، کنکورس میلان کولای شي زغره وال ټانکونه، جنګي بېړۍ او ټيټې چورلکې په نښه کړي.
د کنکورس توغندی د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوی او د میلان توغندی بیا د فرانسې او جرمني ګډ تولید دی.
دواړه توغندي د پخوانیو سیسټمونو څخه دي.
د میلان راکټ په ۱۹۶۲ کې ډیزاین شوی او کنکورس په ۱۹۷۴ کې تولید شوی.
ایران په ۱۹۹۱ کال کې د «تاسان» په نوم د کنکورس توغندي د داخلي نسخو د تولید جواز ترلاسه کړ او تولید یې پیل کړ.
له تخنیکي پلوه د کنکورس توغندی د میلان په پرتله اوږد واټن او د نفوذ لوړ ځواک لري.
میلان اکثرا د ناټو په هېوادونو کې کارول کیږي، په داسې حال کې چې کنکورس په هغو هېوادونو کې مشهور دی، چې د روسیې یا پخواني شوروي اتحاد سره تړاو لري.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دا توغندي یې له کومو هېوادونو ترلاسه کړي او که د پخواني افغان حکومت د تجهیزاتو برخه ده.