محسن داوړ: د اسلام اباد پولیس د افغانانو پر وړاندې کرکه رابرسېره کوي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۵

د پاکستان د پارلمان پخوانی استازی او د ملي ډیموکراتیک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په اسلام اباد کې د افغان کډوالو سره د پولیسو د چلند په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستاني پولیسو دغه کړنې د افغان کډوالو پر وړاندې ژوره کرکه رابرسېره کوي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له خوا په افغانانو پسې کور په کور لټون روان دی، چې د پولیسو له خوا لسګونه افغانان نیول شوي.

د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې قانوني اوسېدونکي افغانان هم شته.
محسن داوړ په خپله اېکس خواله رسنۍ د اسلام اباد د پولیسو له لورې د افغانانو د کورونو تالاشۍ او د افغانانو نیولو ته په غبرګون کې لیکلي:« د اسلام آباد بي ۱۷ څخه ویرونکي راپورونه، افغان کډوال چې ویزې او معتبر اسناد لري، د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول کېږي».
د پاکستاني پارلمان دغه پخوانۍ غړی وایي چې د پولیسو دغه کړنه له اساسي بشري حقونو او بشريت څخه سخته سرغړونه ده، چې د افغانانو پر وړاندې ژوره کرکه رابرسېره کوي.
د اسلام اباد په بي ۱۷ سیمه کې د جمعې او شنبې په ورځو پولیسو د افغانانو کورونه پلټلي او زیات شمېر افغانان یې له ځان سره وړي دي، چې ویل کېږي په نیول شویو کسانو کې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم شتون لري.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، شاوخوا ۷۰ افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته لېږل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي چې په تېرو څو ورځو کې څومره افغانان نیول شوي.
خو تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې تر یو مېلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، چې په دغه ډله کې هغه افغانان هم شته چې په زوره اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو