د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سرک په غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې ده.
د بلوڅو بېلتون پالې ډلې چې ځانته مجید لوا سرتېري هم وايي، د دغه برید مسوولیت منلی او وايي د دوی غړي ځانمرګی برید کړی دی.
دې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، د بلوچستان د تربت وروستي برید کې یې زیات شمېر پاکستاني پوځیان وژلي دي. خو دغه ډله زیاتوي چې د برید پوره جزییات به هم ژر خپاره کړي.
د بلوڅو بېلتون پالې ډلې مجید لوا سرتیري په نامه وسلوالې ډلې ددې برید ویډیو هم اففانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده.
په دې ویډیو کې د ځانمرګي برید شیبې ښيي او شاوخوا غیر نظامي موټر هم لیدل کېږي.
له برید وروسته په نظامي موټر کې اور لګېدلی دی.
د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
پاکستاني انلاین رسنۍ خراسان ډایري بیا په خپله اېکسپاڼه کې د پولیسو په حواله لیکلي چې په دغه برید کې پنځه پاکستاني نظامیان وژل شوي دی، چې د اتو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شږی دی.