د پښتون قومي جرګې له لوري تېر ماښام اعلان شوی، چې نن د جمعې ورځ به د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان پارلمان د پخواني استازي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د خلاصون لپاره اعتراضي لاریون کوي.
علي وزیر له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د پاکستان پولیسو لومړی په اسلام اباد کې نیولی او بیا یې د نورو ایالتونو زندانونو ته لېږدولی چې دا مهال د سند په یوه زندان کې بندي دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په دې موده کې څو ځله په محکمه کې د هغه ضمانت وشو چې په موقت ډول خوشې شي او قضیه یې روانه وي، خو وايي پاکستاني پولیسو به بیرته ونیو او بل زندان ته به یې یووړ.
د روان ۱۴۰۳ کال د زمري په ۱۳مه نیټه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دغه غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په اسلام اباد کې پولیسو نیولی او ناڅرګند ځای ته یې بېولی دی.
هغه مهال په خواله رسنیو کې هم ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېدې، چې د پولیسو له خوا د علي وزیر د نیولو پخلی په کې کېده.
تر اوسه پورې پاکستاني پولیسو پر هغه د کوم تور یا جرم په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو تر دې وړاندې یې پر هغه د «ملي ګټو پر خلاف د څرګندونو» تور پورې کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي حنیف پشتین هم په خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیو پیغام کې ويلي، چې د علي وزیر د خلاصولو په موخه نن جمعه د لیندۍ ۳۰مه د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې اعتراضي لاریون کوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې هغه ژر تر ژره خوشې کړي.