د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، له زندان د دې غورځنګ د مرکزي کیمټې د بندي غړي علي وزیر د خوشي کېدو لپاره یې نن سوېلي وزیرستان کې لاریون وکړ.
په دغه لاریون کې د ځايي سیاسي ګوندونو استازو او سلګونو عامو کسانو ګډون کړی وو.
د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمیټې غړي نور پاچاه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د سویلي وزیرستان په واڼه کې سلګونو کسانو له زندان د علي وزیر د خلاصون لپاره لاریون وکړ.
نوموړی وايي، په دغه لاریون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، قومي مشرانو او د سیاسي ګوندونو ځايي استازو او سلګونو عامو خلګو ګډون کړی وو.
لاریونوال وايي، د پاکستان حکومت دې له کوم قید او شرط پرته علي وزیر له زندانه خوشی کړي.
د سویلي وزیرستان د ملي ډیموکراټیک ګوند غړي بیت الله د لاریون پر مهال وویل:«ریاست پر علي وزیر مختلفې غیري قانوني قضيې ثبت کړې دي. د وزیر ګناه صرف دا ده چې، د خپل قوم د ښه راتلونکي لپاره یې غږ پورته کړی دی. علي وزیر د خپلو ګټو ږغ نه دی پورته کړی. علي وزیر پر خپله سیمه د جنګ او روان وضیعت په غبرګون ږغ پورته کړی و.»
همدارنګه د سویلي وزیرستان قومي مشر ګل عالم خان وايي:«موږ ټول قوم دا څومره خلګ چې دلته راټول شوي دي، ریاست ته وایو په خلاصو غوږونو یې واوره نه موږ علي تاسو ته در پریږدو او نه بل هغه څوک چې د قوم غږ یې پورته کړی وي، ټوله له زندان څخه د را خوشي کېدو غوښتنه کوو.»
علي وزیر د اکسټ پر دریمه د پاکستان پولیسو لومړی په اسلام اباد کې ونیو او پر دریو جرمونو یې تورن کړ.
وروسته یې نوموړی د نورو ایالتونو زندانونو ته لېږدولی چې دا مهال د سند په یوه زندان کې بندي دی.
علي وزیر تر دې مخکې هم بیا بیا نیول شوی او میاشتې او کلونه یې زندان تېر کړی.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال پرورۍ کې له نږدې دوه نیم کاله بند وروسته له کراچۍ زندان خوشی شو، خو له هغه وروسته بیا بیا ونیول شو.