د پاکستان او ملګرو ملتونو استازو د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۳۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازې فلیپا کینډلر سره په اسلام اباد کې ليدلي دي.

نوموړي پر ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ليدنه کې يې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبري کړې دي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه د فلیپا کينډلر په غوښتنه شوې.

نوموړي د دې خبرو د نورو جزئياتو په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو دا ناسته په داسې حال کې شوې، چې له پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ دوام لري او په ژمي کې د ساړه موسم له امله اندېښنې زياتې شوې دي.

تېر کال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې دې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی و، چې په ژمي کې د کډوالو ایستل به د دوی ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

نور خبرونه

رادیو