تحریک طالبان پاکستان منلې چې د ډېره اسماعیل خان په ټانګ کې د پاکستان پوځ د وړمې ورځې (لیندۍ ۲۸مې) په عملیاتو کې د دوی د مشرتابه شورا غړی «مولانا طحه» وژل شوی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې په ټانګ کې د عملیاتو پر مهال اوه وسله وال وژلي.
تحریک طالبان پاکستان تېره شپه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د مشرتابه شورا غړی «مولانا طحه» د خیبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان په ټانګ ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ د وړمې ورځې په عملیاتو کې وژل شوی.
د ټي ټي پي د ویاند محمد خراساني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د تحریک طالبان پاکستان د رهبرۍ شورا او دارالافتاء فعال غړی او د جنوبي زون د ابتداییه محکمې مرستیال مشر او د سوات جید عالم، مولانا طحه د ډېره اسماعیل خان په ټانګ ولسوالۍ کې د شهادت لوړ مقام ترلاسه کړ.»
د پاکستان پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان استخباراتو ته منسوبو ایکس پاڼو هم لیکلي، چې د پاکستان پوځ په بریالیو عملیاتو کې وړمه ورځ چهارشنبه د ډیره اسماعیل خان په ټانګ کې یې اوه وسله وال وژلي، چې د هغوی په ډله کې د دغې ډلې د مشرتابه غړی مولانا طحه هم موجود دی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د ډیسمبر په ۱۷مه او ۱۸مه نیټه یې د جلا، جلا پوځي عملیاتو پر مهال د خیبرپښتوخوا په شمالي وزیرستان، ټانګ او مومندو ولسوالۍ کې یې ۱۱ وسله وال وژلي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر د چهارشنبې ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال اوه وسله وال وژل شوي او له دوی یې ځينې وسلې هم نیولې دي.
خو پاکستاني پوځ په دغو وژل شویو کې د ټي ټي پي د مشرتابه شورا د غړي د وژل کېدو په اړه په دغې خبرپاڼه کې څه نه و ویلي.