د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې د جلا، جلا پوځي عملیاتو پر مهال د خیبرپښتوخوا په شمالي وزیرستان، ټانګ او مومندو ولسوالۍکې یې ۱۱ وسله وال وژلي دي.
په عملیاتو کې پوځ ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر تېره شپه ناوخته چهارشنبه د (لیندۍ ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د خیبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال اوه وسله وال وژل شوي او له دوی یې ځينې وسلې هم نیولې دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په همدې ورځو کې د شمالي وزیرستان د دتهخیلو په عام سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال وژلي دي.
د پوځ په دغې خبرپاڼه کې مخکې ویل شوي، چې د همدې صوبې د موندو ولسوالۍ په عام ګیټ سیمه کې د پوځ او وسله والو تر منځ په جګړه کې دوه وسله وال وژل شوي.
تر اوسه پورې په دې اړه تحریک طالبان پاکستان او کومې بلې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
د پاکستان جیونیوز ټلویزیون ویلي، چې د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو ستاینه کړې ده.
د پاکستان پوځ ويلي چې په خیبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د دوی پوځي عملیات لا هم روان دي او زیاتوي چې هدف یې له سیمې څخه د وسله والو یو مخ پاکول دي.