پاکستانی سفیر: یونان ته څېرمه سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۳۰ پاکستانیان ورک دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷

په یونان کې د پاکستان سفیر امیر افتاب وايي، یونان ته څېرمه په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لا هم ۳۰ پاکستانیان ورک دي.

امیر افتاب وايي، دې کښتۍ کې شاوخوا ۸۰ پاکستان سپاره وو، خو تر دې دمه د څلورو مړي پیدا شوي دي.

امیر افتاب نن سې شنبې د « د لیندۍ ۲۷مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې څلورو مړو شویو پاکستانیانو جسدونه به سفارت په خپل لکښت پاکستان ته وړي او کورنیو ته به یې سپاري.

پاکستانی سفیر وايي چې د ورکو پاکستانیانو د موندلو لپاره د ژغورنې ټیمونه کار کوي خو د ژوندي پیدا کېدو امیدونه یې ختم شوي دي.

د امیر افتاب په وینا د ډسمبر په ۶مه له لبیا پنځه کیښتۍ په لاره وې چې په یوه کښتۍ کې ۸۰ پاکستانیان سپاره وو.

د هغه په خبره، د سورلیو د شمېر د زیاتوالي له امله کښتۍ ډوبه شوې ده.

د پاکستان د ګجرات اوسېدونکي دوه وروڼه چې دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي، خپله دردونکې کیسه کوي:« زموږ کښتۍ له کارګو بېړۍ سره ټکر شوې، چې له امله یې کښتۍ ډوبه شوه، ځکه د کښتۍ انجن کمزوری و.»

د پاکستان اېکسپریس ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تر دې دمه یوازې ۴۷ تنه پاکستانیان ژغورل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال په جون کې هم د یونان اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله تر ۸۷ پاکستانیان او افغانان مړه شوي وو.

هغه مهال پاکستان د خپلو لسګونو وګړو مړینه منلې وه چې پکې ۲۸ کشمیري ځوانان او د یوه کلي اوسېدونکي وو.

پاکستان او افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او ناامنیو ددغه هېواد زیاتره ځوانان اړ کړی، چې خپل وطن پرېږدي او په مرګونو لارو خپل ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې د یونان ته څېرمه روم بحیره کې یوه کیښتۍ ډوبه شوې وه، چې ۸۰۰ سورلۍ ناستې وې چې په دې کې ۴۰۰ سوه تنه یې پاکستانیان ول چې له دې ډلې څخه یې یوازې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي ول.

نور خبرونه

رادیو