ایمل ولي خان وايي نیمه پښتونخوا د طالبانو په لاس کې ده

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وايي چې پر نیمه پښتونخوا پاکستان ولکه نه لري او د طالبانو په لاس کې ده.

ایمل ولي خان د جیو نیوز جرګه خپرونه کې وویل چې پښتونخوا د تاریخ تر ټولو بد حالت کې ده.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې غړي د لیندۍ پر ۲۴مه له پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې د دیره اسماعیل خان، وزیرستان، لکي مروت، ټانک، بنو او کوهاټ اړوند پر ډېری سیمو د پاکستاني ځواکونو ولکه ختمه شوې ده.

ایمل ولي خان وايي، د پښتونخوا د زیاتره سیمو واک د ترهګرو په لاس کې دی.

دی زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو نظامي مرکزونو څخه بهر نه وځي او یوازې خپل ځانونه ساتي.

ایمل ولي خان په دې باور دی، چې په افغانستان کې د نظام بدلېدو پر پښتونخوا مستقیم ناوړه اغیز کړی دی.

دغه پښتون سیاستوال د پاکستان د څارګرې ادارې ای اېس ای پخواني رییس فیض حمید نوم واخیست او ویې ویل چې هغه د سولې د خبرو په پلمه ۴۰ زره طالبان پښتونخوا ته راوستل او په لوی لاس یې دا سیمه ناامنه کړې ده.

د فیض حمید دوسیه اوس مهال د پاکستان په نظامي محکمه کې روانه ده.

ایمل ولي خان نیوکه کوي، چې د تحریک انصاف ګوند زنداني مشر عمران خان د خپلې واکمنۍ پرمهال ۱۰۲ تنه پاکستاني طالب وسله وال له زندان نه خوشي کړل او هغه خلک په پښتونخوا کې راج چلوي.

ایمل ولي خان دغه راز د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د پښتونخوا ایالتي حکومت تورن کړ، چې د ترهګرو ملاتړی دی.

په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو زور اخیستی او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

نور خبرونه

رادیو