د سیستان او بلوچستان ولایت د زهک ښار د پولیسو مشر امید شهریاري وايي، چې امنیتي ځواکونو په تیرو لسو ورځو کې ۲۴۸ کډوال نیولي دي. دغه ایراني چارواکي ویلي، هغه کډوال چې د استوګنې اسناد نه لري، د کلیوالي امنیتي پلان د پلي کېدو پرمهال نیول شوي دي.
د زهک ښار امنيه قوماندان اميد شهرياري د لیندۍ په ٢٤مه، رسنيو ته وويل، چې په دغه ښار کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت په موخه به کلیوالي امنيتي پلان په دوامداره توګه پلي شي.
نوموړي ویلي، چې د دغه پلان د پلي کېدو پرمهال د نشه يي توکو پلورونکي، د وسلو قاچاق کوونکي او د غلو په ګډون يو شمېر قانون ماتوونکي هم نيول شوي دي.
دغه ایرانی چارواکی په داسې حال کې د کډوالو د نیولو خبر ورکوي چې په دې ورستیو کې دغه هېواد اوسیدو له اسنادو پرته د کډوالو د ژوند شرایط ډیر سخت کړي او د دغه ډول کډوالو د اېستلو بهیر یې چټک کړی دی.
همدارنګه د ایران په ځینو ښارونو کې افغان کډوال په کار ګمارل او هغوی ته کورونه په کرایه کول هم جرم ګڼل شوی.
څه موده مخکې یوه ایراني چارواکي ویلي وو، چې یوازې د دوغارون له لارې هره ورځ له څلورو زرو څخه ډېر هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري بېرته افغانستان ته ګرځول کیږي.
بل خوا د ایران حکومت ویلي، چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.