د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محمود خان اڅکزي له تحریک انصاف ګونډ غوښتي، چې د مدني نافرمانۍ غورځنګ وځنډوي.
اڅکزي ويلي، چې له حکومت سره د خبرو د اړتیا وخت دی او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
جيونيوز د شنبې په ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له قوله ليکلي، چې نوموړي د تحریک انصاف ګوند مسولينو ته د خبرو اترو مشوره ورکړې.
محمود خان اڅکزي ويلي که له حکومت سره ستونزې د خبرو له لارې حل نه شي نو لاریون به وکړي.
د هغه په خبره که له حکومت سره په مذاکراتو کې بریالي شي نو په څلور میاشتو کې به د ټاکنو غوښتنه وکړي.
محمود خان اڅکزي د اپوزيسيون په غونډه کې ویلي، چې له يوې تګلاري پرته د مشرانو نرم چلند د تحریک انصاف ګوند په زيان دی.
اڅکزي په تېرو کې د تحریک انصاف له لوري په يوازي توګه د لاريونو ترسره کولو ته هم اشاره وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دیسمبر په ۱۴ مه په ټول هېواد کې د مدني نافرمانۍ د شروع کېدو اعلان کړی وو.
د تحریک انصاف ګوند مشرانو حکومت ته ګواښ کړی که وو، که مذاکرات بريالي نه شي نو په ټول هېواد کې به مدنې حرکتونه شروع کوي.
څلور ورځي مخکی د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف له خپلو پلویانو د مدني نافرماني د پیلولو لپاره د عمران خان غوښتنه له دغه هېواد سره «دښمني» بللې وه.
شهباز شریف په اسلام اباد کې د ښاغلي خان د پلویانو د تېرې میاشتې مظاهرې هم د پاکستان خلاف سازش یاد کړی و.
نوموړي په کابینه کې له امنیتیادارو غوښتي وه، چې د دې سازش مسوول کسان له ثبوتونو سره د قانون منګولو ته وسپاري.