د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره ورځ په شمالي وزیرستان کې د دوو جلا پوځي عملیاتو پر مهال اووه تنه وسله وال وژل شوي.
پوځ وايي، په جګړه کې د دوی یو عسکر هم وژل شوی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر تېره شپه ناوخته چهارشنبه د (لیندۍ ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ یې په شمالي وزیرستان کې د دوو جلا پوځي عملیاتو پر مهال اوه وسله وال وژلي دي.
خبرپاڼې کې راغلي چې لومړی عملیات یې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې کړي چې له امله څلور وسله وال وژل شوي.
پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې یې په پوځي عملیاتو درې نور وسله وال هم وژلي خو پوځ وايي د سختې جګړې له امله د دوی یو عسکر هم وژل شوی.
تر اوسه پورې په دې اړه تحریک طالبان پاکستان ډلې څه نه دي ویلي.
د پاکستان جیونیوز ټلویزیون ویلي، چې د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو ستاینه کړې او د وژل شوي پاکستان عسکر له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده.
په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي د حافظ ګلبهادر ډله فعاله ده او دا ډله تر نورو په لویو بریدونو او ځانمرګو کولو ډیره پیژندل کیږي، چې تل د جګړو پر مهال پاکستان پوځ ته درنه مرګ ژوبله اړوي.
د پاکستان پوځ ويلي، چې په قبایلي سیمو کې د دوی پوځي عملیات لا هم روان دي او زیاتوي چې هدف یې له سیمې څخه د وسله والو یو مخ پاکول دي.