د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه کورنۍ د افغانستان له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۴ یې د تورخم له لارې، ۶ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۱ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۵ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
خو د دغو راستنو شویو د ټولټال شمېرو په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې شوې او که په خپله خوښه.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۱۱ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې له ایران او پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
په تېرو اونیو کې به له دواړو هېوادونو د ستنېدونکو کورنیو شمېر په یوه ورځ کې تر ۳۰۰ پورې رسېده؛ خو له تېرو څو ورځو راهیسې دغه شمېره راټیټه شوې ده.
له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال ترپایه به له دغه هېواده له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې بې اسناده افغان کډوال واېستل شي.
تازه پاکستان د افغان کډوالو په برخه کې له ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
تېره ورځ د پاکستان دولتي ټلویزیون د خیبر پښتونخوا ایالت د سرحدونو او قبایلو چارو ایالتي وزیر له قوله راپور ورکړی و، چې ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه دې په دغه هېواد کې د مېشتو ۳ مېلیون افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره مرسته وکړي.