د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، د طالبانو له خوا په روغتیايي موسسو کې د ښځو پر زدکړو بندیز لګول د افغانستان روغتیايي سیستم ته ګواښ دی او د ښځو پر روغتیا به منفي اغیز ولري.
دغه سازمان ویلي چې د طالبانو دغه اقدام له عامه او مسلکي ژوند څخه د ښځو د ایستلو یو بل ګام دی.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې د روغتیايي کارکوونکو کموالی په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د نرینه او ښځینه روغتونونو پر جلاوالي هم منفي اغیزې کړې دي.
د یاد سازمان په خبره د طالبانو نوي بندیز کیفیت لرونکو روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نور هم محدود کړی دی.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان استازي میکایل لي پاه نن د جمعې په ورځ وویل:«د تعلیم یافته ښځینه طبي کارکوونکو پرته هیڅ روغتیايي سیستم نشته.»
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د دغه سازمان له ۴۱ سلنې ډیر طبي کارکوونکي ښځې دي.
لو پاه ټینګار وکړ، چې د طالبانو نوې پریکړه ښځې له زدکړو او د بې طرفه روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو بې برخې کوي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، په افغانستان کې طبي اړتیاوې ډېرې دي او د حل لپاره باید لا ډېرې ښځې وروزل شي.
د دغه سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، چې په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو په بیساري ډول طبي زدکړو ته د ښځو لاسرسی کم کړی دی.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي، چې د خوست ولایت د زیږون په مرکز کې چې په نړۍ کې یو له بوختو زیږونیزو مرکزونو څخه دی، د اړینو بستونو لکه نرسانو او ولادي ډاکټرانو بستونه ډکول ستونزمن کار دی.
د طالبانو له لوري د طبي زدکړو د انیسټیټونو د بندیدو په غبرګون د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې په افغانستان کې په عمومي ډول طبي زدکړو او نور تعلیم ته د ښځو د لاسرسي له حق څخه دفاع ته دوام ورکوي.
دوی وايي، په افغانستان کې طبي اړتیاوې ډېرې دي او د هغو د پوره کولو لپاره طبي کارکوونکې لا ډېرې روزنې ته اړتیا ده.
بې پولې ډاکټران یو غیري انتفاعي نړیوال سازمان دی چې په بحراني سیمو کې طبي او بشري خدمتونه وړاندې کوي.
دا سازمان په ۱۹۷۱ کال کې د فرانسوي ډاکټرانو او ژورنالیستانو د یوې ډلې له خوا جوړ شو او اوس په څه باندې ۷۰ هیوادونو کې فعالیت لري.