له سوېلي وزیرستان څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته سرچینو ويلي، چې په اعظم ورسک سیمه کې زرګونو کسانو نن د جمعې ورځ د امن غوښتنې په پار لاریون وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه، چې د دوی په سیمه کې دې امن ټینګ کړي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته د سرچینو له لوري په رسیدلو انځورونو کې ښکاري چې زرګونو کسانو نن د جمعې ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) د سوېلي وزیرستان مرکز واڼه ته څېرمه اعظم ورسک سیمه کې د امن غوښتنې په پار لاریون وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه، چې د دوی په سیمه کې دې امن راولي.
ویل کیږي، چې په دغه پاڅون کی د سياسې ګوندونو استازو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه او په حکومت یې غږ وکړ، چې نور په خپلو سیمو کې د هدفي وژنو او جګړو زغم نه لري او حکومت دې د امن راوستو په برخه کې خپل مسوولیت په ځای کړي.
تر دې وړاندې هم په وزیرستان او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د امن په نوم ولسي پاڅونونه شوي او حکومت يې په خپلو سیمو کې د امن په راوستو کې پړ بللی و.
خو ځايي حکومتي چارواکي وايي، تر خپله وسه پورې په سیمه کې د امن په راوستو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په دې وروستیو کې په ټوله پښتونخوا او په ځانګړي ډول وزیرستان کې د وسله والو او د پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې، ماین چاودنې او کله نا کله هوايي بریدونه او د هاوان ګولیو لګېدو پیښې تر پخوا زیاتې شوې دي او په سیمه کې امنیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا لور ته روان دی.